-
د فلسطین ۱۲۰۰۰ ماشومانو ته تاوانونه رسیدلي دي
Apr 21, 2024 09:49ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونیسف»وویل د غزې تړانګې پرضد د صهیونیسټ رژيم د جنګ له پیلیدا راهسې کابو دولس زره ماشومانو ته تاوانونه رسیدلي دي.
-
د جرمني ، د سویزرلینډ او د ایرلینډ خلکو د فلسطین ملاتړ وکړ
Apr 21, 2024 09:28ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د جرمني ، د ایرلینډ او د سویزرلینډ په زرګونو خلکو د فلسطین په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم د حملو د غندلو لپاره مظاهرې وکړې او د فلسطین د مظلومو خلکو ملاتړ یې اعلان کړ.
-
د اسرائیلو د لومړي وزیر پرضد مظاهرې وشوې
Apr 21, 2024 09:07زمونږ خبریال راپور راکړی صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو په تل اویو کښې په مظاهرو سره د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د لیرې کولو او له غزې تړانګې سره په جنګ کښې د بندیانو د سمدستي تبادلې او د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کیدا غوښتنه وکړه.
-
په غزه کې د شهیدو ماشومانو وحشتناکه شمېره اعلان شوه/ د استعمارګرو جنون
Apr 18, 2024 10:09پارس ټوډې – د ملګرو ملتونو ادارې (یونیسف) په یوه راپور کې اعلان وکړ چې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې، د صهیونیسټي رژیم په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ زره او ۸۰۰ ماشومان په شهادت رسېدلي دي.
-
اسرائیل، ته بایلونکی یې! / د اسرائیلو د رواني عملیاتو پر وړاندې د ایراني ځیرکتیا په اړه، د ترکي شنونکي په زړه پورې غبرګون
Apr 18, 2024 09:27پارس ټوډې – د لوېدیځې آسیا په چارو کې د ترکیې مبصر، په یوه پوسټ کې په لاس اوبدل شوي او رنګینې ایراني غالۍ په خپرولو او د ایران هوښیارتیا او ستراتیژیک صبر ته په اشارې سره، د ایران له توغندوي حملې وروسته د صهیونیسټانو رواني عملیات او د هغې کم ارزښته ښودلو باندې ملنډي وهلي.
-
د جمعې ورځ، د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې د آزادو ملتونو د جوش او جذبې ورځ/ د امام خامنه يي د وینا لنډیز
Apr 04, 2024 10:03پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب معظم رهبر، تېره شپه د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ له مشرانو، چارواکو او استازو سره په کتنه کې، په الاقصی طوفان او پر غزې د برید د موخو په ترلاسه کولو کې د صهیونیسټي جنایتکاره رژیم دوو ماتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: سږ کال به د قدس ورځ ان شاءالله، د ایران ملت او د مسلمانو او آزادي غوښتونکو ملتونو په جوش او جذبې سره، د غاصب رژیم پر ضد په نړیوال جوش او جذبې باندې تبدیل شي.
-
د غزې په تړاو د یوه امریکايي پوځي د نه خوړلو اعتصاب / د بوشنیل اتل نوم واخلئ
Apr 04, 2024 13:58پارس ټوډې - د امریکا د هوايي ځواک یوه جګپوړي پوځي د غزې د خلکو ناوړه وضعیت ته د نړیوالې ټولنې پام اړولو لپاره، د نه خوړلو اعتصاب کړی دی.
-
د اسرائیلو ۸۲۰۰ واحد؛ د افواهاتو خپرولو، د شخصیت وژنې او د مذهبي او سیاسي شخړو د رامنځته کولو ځای
Apr 04, 2024 08:47پارس ټوډې – ۸۲۰۰ واحد په اسرائیلو کې یو استخباراتي سازمان دی، چې د رسنیز جنګ، د افواهاتو خپرولو، د ټولنیزو شخړو رامنځته کولو، د سیسټمونو هیک کولو، د کوډونو پیدا کولو او پرانیستلو مسئولیت لري.
-
د فلسطین نیواک د اروپايي استعمار ښکاره بیلګه ده
Apr 02, 2024 09:16پارس ټوډې ـ د کډوالو یهودیانو لخوا د فلسطین نیواک د اروپايي استعمار تاکتیکونو ته ورته دی او دغه نیواک د اروپایانو د استعمار بیلګه دی.
-
د اسرائیلو نیواکګر رژیم په سیمه کښې د سرطان دانه ده
Apr 02, 2024 08:16پارس ټوډې ـ د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران بیګا په یوې بیانیې کښې په دمشق کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په سفارت باندې د اسرائیلو په توغندوي حملې کښې د سیمې د امنیت د دفاع کونکو اوه ایراني پوځي سلاکارانو د شهادت خبر ورکړ.