-
د صمود د کشتیو په کاروان باندې د حملې پرضد اعتراض کښې د اسرائیلو د کنسولګرۍ مخ ته مظاهره وشوه
May 20, 2026 05:34ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ترکیې خلکو په استانبول کښې د اسرائیلو د کنسولګرۍ مخ ته په غونډې کولو سره د صمود د کشتیو په نړیوال کاروان باندې د دغه رژیم په حملې اعتراض وکړ.
-
کروواشیا د صهیونیسټي رژیم د نوي سفیر له تایید څخه ډډه وکړه
May 19, 2026 16:03پارس ټوډې – د کروواشیا ولسمشر، د صهیونیسټي رژیم د سیاستونو په ځانګړې توګه پر غزې د جګړې په اعتراض کې، په زاګرب کې د دغه رژیم د نوي سفیر له تایید څخه ډډه وکړه.
-
که امریکائي-صهیونیسټي دښمن بیا کومه تیروتنه وکړي،نو غاښ ماتونکی ځواب به وویني
May 19, 2026 12:16پارس ټوډې- د ایران د خاتم الانبیا د مرکزي غونډ قوماندان سر دار علي عبداللهي، امریکا او د هغو متحدینو ته په یوه پیغام کې خبرداری ورکړی، د ایران د اسلامی جمهوریت وسلوال ځواک به د د سرلوړي ملت او ټاتوبی د دښمنانو له خوا له هرډول بیا ځلې تیري ته جوت، پریکنده او هر اړخیز ځواب ورکړي.
-
د اسلامي امت یووالي به د نړیوالو قدرتونو او صهیونیسټي رژیم د بلاغوښتو امکان کم کړي
May 18, 2026 05:19پارستودی – د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر وویل: هر څومره چې د اسلامي امت یووالی پیاوړی شي، د نړیوالو قدرتونو او صهیونیسټي رژیم د لاسوهنې او بلاغوښتنې امکان به کم شي.
-
ایران د خپل کلتوری میراث د خوندیتوب لپاره نړیوال اقدام کوي
May 18, 2026 06:22د ایران د اسلامی جمهوریت مرستیال خارجه وزیر کاظم غریب آبادي دغه راز ووئیل، هېڅ قدرت ته اجازت نه ورکول کېږي چې د ایران تاریخي او کلتوري میراث د سیاسي او پوځي اهدافو لپاره قرباني کړي.
-
بقایي: د انرژۍ بازار ثبات ساتل، د جنګ د توجیه لپاره بل لوي درواغ دي
May 18, 2026 05:33پارسټوډی – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په "ایکس" ټولنیز چینل کې ولیکل: د غیرقانوني جنګ د توجیه لپاره د نړیوالې انرژۍ د بازار د سولې او ثبات ساتل بل لوي درواغ دي .
-
د زورواکۍ پر وړاندې په مقاومت سره باید وښایو چې دغه چلندونه دې د تاریخ ټوکرۍ ته وسپارل شي
May 14, 2026 14:04پارس ټودي – د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: د امریکا د سرزورئ پر وړاندې مقاومت کوم ناپېژندل شوی جنګ نه دی. زمونږ ډېری هېوادونه له دغه ډول دباؤ او کرکې ډکو زورواکیو سره په بېلابېلو بڼو کې لاس او ګریوان شوي دي. اوس د دې وخت رارسېدلی چې په ګډه څرګنده کړو دغه ډول چلندونه باید د تاریخ د ګند ټوکرۍ ته وسپارل شي.
-
په غزه د اسرائیلو بریدونو له امله ۱۵ کسان مړه او ژوبل شوي دي
May 14, 2026 12:57د غزې روغتیايي سرچینو ویلي، د اسرائیلي ځواکونو د پرلپسې بریدونو له امله لږ تر لږه یو فلسطینی شهید شوی او ۱۴ نور ټپیان دي.
-
د پاکستان د دفاع وزیر وائي ؛ نتانیاهو یوه بلا او د بشریت لپاره د شرم لامل دی
May 14, 2026 12:55د پاکستان د دفاع وزیر د اسراییلو د لومړي وزیر د هغې ادعا په غبرګون کې، چې ګواکې پاکستان په امریکا کې د اسراییلو ضد احساساتو په خپرولو کې رول لري، وویل: نتانیاهو یوه بلا او د بشریت لپاره د شرم لامل دی.
-
د لاکهید مارتین شرکت او پولیتیکو په ګډې غونډې کې د ایران پر ضد په جنګ سخت اعتراض وشو
May 13, 2026 13:48په دغې غونډې کې شعارونه پورته شول، لکه ؛ «تاسو څنګه جرائت کوئ چې زمونږ د خلکو وژنه یوه طلایي موقع وبولئ؟ او په دې سره ئې د غونډې فضا ترینګلې کړه. دوی د لاکهید مارتین شرکت هغه کړنې هم سختې وغندلې چې پوځي وسلې برابروي.