-
عراقچي او د ناروې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه خبرې کړې دي
Jun 12, 2025 08:13د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د ناروې د بهرنیو چارو وزیر د اوسلو د ۲۲م نړیوال کنفرانس په څنډه کې د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.
-
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ازبکستان له ولسمشر سره وکتل
Jun 12, 2025 08:10د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د تاشکند د څلورم نړیوال کنفرانس په څنډه کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره کتلي دي.
-
ازبکستان د افغانستان د منزوي کیدا د مخنیوي غوښتنه وکړه
Jun 12, 2025 01:51د ازبکستان ولسمشر ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان له طالبانو سره جوړجاړي خبرو اترو ته واریده شي او د افغانستان د منزوي کیدا مخه ونیسي.
-
لس آنجلس د کډوالۍ د اعتراضاتو په اور کې؛ د سپینې ماڼۍ د واکمنانو ریښتینی مخ + انځورونه
Jun 09, 2025 11:24پارس ټوډې – په لس آنجلس کې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ ضد سختو تګلارو پر وړاندې پراخ اعتراضونه په وسله والو نښتو او تاوتریخوالو اوښتي دي.
-
طالبانو ښځو ته عزت او پرده ورکړې، خو امریکا فلسطین کې ښځې او ماشومان له منځه وړي
Jun 07, 2025 12:41د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخندزاده په کندهار کې د قربانۍ اختر په مناسبت وینا کې ویلي، ځینې لوري امریکا سره له دوستۍ خوشحاله دي او امریکا سره دوستي خپله بریا بولي، خو امریکا تر ټولو ستره ظالمه او د ټولو فلسطینيانو قاتله ده.
-
د لوی اختر په لومړۍ ورځ یوې جوړې د واده ځنډېدو له امله ځان وژنه کړې
Jun 07, 2025 11:46د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې یوې کوژدن شوې جوړې، د ولور نه پوره کولو او د واده دوامداره ځنډېدو له امله، له واده وړاندې ځان وژنه وکړه.
-
په کاپیسا کې دوه تنه د کانګو تبې له امله مړه شول
Jun 07, 2025 11:31د افغانستان د کاپیسا ولایت روغتیايي چارواکو ویلي چې، تېره اونۍ دوه تنه په دې ولایت کې د ویروسي او وینه بهېدونکې ناروغۍ (کانګو تبې) له امله مړه شوي دي.
-
خیبرپښتونخوا کې ۳ پاکستاني پوځیان ووژل او ۴ نور له TTP سره یو ځای شول
Jun 07, 2025 11:23د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په خیبر ولسوالۍ کې د پاکستاني طالبانو په یوه برید کې د دغه هېواد درې پوځیان وژل شوي، بلخوا وزیرستان کې بیا ۴ پوځیان له دغه ډلې سره یو ځای شوي دي.
-
ملاحسن آخند: د نظام د بنسټونو په اړه ستونزې شته او باید وېښ اوسو
Jun 07, 2025 11:08د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن آخند د لوی اختر لمانځه وروسته په خپله وینا کې ویلي، که څه هم ستونزې شته، خو باید ویښ واوسو، علما او ټول افغانان باید دښمن ته د نظام د بنسټونو د کمزوري کولو اجازه ورنه کړي.
-
نن په افغانستان او پاکستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده
Jun 07, 2025 11:02نن افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ نمانځل کېږي.