-
په ننګرهار کې د ځمکې پر سر نښته کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي
Mar 16, 2024 08:36د ننګرهار سیمهایزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ځمکې پر سر د دوو کورنیو تر منځ په وسلهواله نښته کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
-
۳۶ سلنه افغانان د خوراکي خوندیتوب له اړخه اندېښنه لري
Mar 16, 2024 07:57د ملګروملتونو د کرنې او خوړو اداره وايي چې د افغانستان د ۳۶ سلنه وګړو د غذایي خوندیتوب له پلوه اندېښنه لري.
-
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت تمدید کړ
Mar 16, 2024 07:48د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کب پر ۲۵مه په یو پریکړه لیک کې د یو بل کال لپاره هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) ماموریت تمدید کړ.
-
په کندوز کې له یوه ځوانه سر پرې شوی او په فاریاب کې هم یو بل کس وژل شوی
Mar 15, 2024 09:49سرچینو پنجشنبه د کب پر ۲۴مه ویلي چې درې ورځې وړاندې د دغه ځوان مړی د افغانستان د کندوز ښار د درېیمې ناحیې په اړوند سیمه کې د نوموړي کور خواته موندل شوی دی. دا ځوان عصمتالله نومېده او تازه له ایرانه راستون شوی وو او په کندوز ښار کې یې «زرنج» چلولو.
-
د افغان نجونو د تعلیمي وضعیت په اړه اندېښنې او د سیمې بېلګې
Mar 13, 2024 12:58ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښځو د ټولنیز، تعلیمي او کاري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) هم په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې نجونې په زده کړو کې شاتګ کړی دی.
-
امریکا دې له افغانستان او افغان ولس سره له دښمنۍ لاس واخلی
Mar 12, 2024 10:24د افغانستان د طالبانو دحکومت ویندوي له کابل سره د تعامل لپاره د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیشن د مشر د مخالفت په غبرګون کې ټينګار وکړ،له سپيرې او بې شرمې ماتې وروسته د افغانستان له ولس سره دامریکادښمني د مشکلاتو کومه حل لاره نه ده.
-
طالبانو د ښځو او نجونو پر وړاندې له ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي
Mar 12, 2024 01:59د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترش ویلي چې په افغانستان کې طالبانو د ښځو او نجونو پر وړاندې له ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي.
-
په روان میلادي کال کې به ۲۳.۷ میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا ولري
Mar 12, 2024 01:51د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، چې په روان ۲۰۲۴ کال کې به ۲۳.۷ میلیونه افغانان مرستو ته اړ وي، چې د دغه شمېر تر نیمايي ډېر يې نجونې او مېرمنې دي.
-
ملګري ملتونه او مرستندوی هېوادونه له افغانستان سره د مرستې څرنګوالی ارزوي
Mar 12, 2024 01:31د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت شاژدافيره کيرين ډيکر وايي چې د ملګرو ملتونو تر مجموعې لاندې بنسټونه او مرستندوی هېوادونه له افغانستان سره د مرستو څرنګوالی ارزوي.
-
له پاکستان څخه ۳۳۳ نور افغان پناهغوښتونکي کاناډا ته ولېږدول شول
Mar 10, 2024 01:26د کاناډا د کډوالو ادارې له پاکستان څخه دغه هېواد ته د ۳۳۳ نور افغان کډوالو د لېږدولو خبر ورکړی دی.