-
له عراق څخه د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو وتلو په اړه خبرې بیا پيل شوې
Feb 12, 2024 02:11د عراق حکومت دسلواغلې په ۲۲مه وویل چې له امریکا سره یې په دې هېواد کې د ائتلافي ځواکونو د راتلونکې په اړه خبرې بیا پیل کړي او هیله یې څرګنده کړې چې ژر ترژره به یوې نتیجې ته سره ورسېږي.
-
افغانستان او روسیه ښې سیاسي اړیکې لري او د خرابولو لپاره به یې چاته اجازه ورنه کړي
Feb 12, 2024 01:53د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال د روسيې د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په لېدنه کې ويلي، چې دواړه هېوادونه پياوړي سياسي او اقتصادي اړيکې لري او د پراخېدو لپاره یې لا هڅې کوي.
-
په هرات کې د یوه کال په ترڅ کې د سرطان ۶ زره او ۵۰۰ ناروغان ثبت شوي
Feb 12, 2024 01:35د افغانستان د هرات ولایت د حوزوي روغتون چارواکي وايي، په تېر یوه کال کې په دغه روغتون کې د سرطان ۶۵۰۰ ناروغان ثبت شوي او اوس تر درملنې لاندې دي.
-
په ساینس او ټکنالوژۍ کې د مېرمنو او نجونو ونډه اړینه ده
Feb 12, 2024 01:11اوچا یکشنبه د سلواغې پر ۲۲مه «په ساینس کې د ښځو او نجونو ونډې د نړیوالې ورځې» په مناسبت یو پیغام کې په ساینس، ټکنالوژۍ او نوښتونو کې د مېرمنو او نجونو په بشپړ ګډون ټينګار کړی دی.
-
له ننګرهار څخه به سلګونه پرنشه یې توکو روږدي کسان د درملنې په موخه راټول شي، نور تفصیل په راپور کې واورئ
Feb 11, 2024 04:23د دې ولایت د سیمه ایزو چارواکو په وینا، داځل به دروږدو کسانو د درملنې موده د یوې نیمې میاشتې پرځاې څلور میاشتې وي.
-
نن د فبرورۍ ۱۱مه په علم کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ ده
Feb 11, 2024 04:09د ملګرو ملتونو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، که ښځې علم ته ډېر لاسرسی ولري، نو په څېړنو کې به تنوع رامنځته شي او په پایله کې به نوي لیدلوري او خلاقیت رامنځته شي.
-
له افغانستان څخه وتنه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې شېبه ده
Feb 11, 2024 02:17د امریکا پخواني ولسمشر او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوريپالو ګوند یو نوماند ډونالډ ټرمپ، له افغانستان څخه وتنه د دغه هېواد په تاریخ کې یوه «شرموونکې» شېبه بللې ده.
-
له پاکستان څخه افغانستان ته استول شوي افغانان له تیاره برخلیک سره مخ دي
Feb 11, 2024 01:22د ژغورنې نړیواله کمېټه (ای ار سي) خبرداری ورکوي چې له پاکستان څخه په زوره افغانستان ته استول شوي تر نیم میلیون ډېر افغانان له تیاره راتلونکي سره مخ دي.
-
په باميان کې یوه ځوان ځانوژنه کړې
Feb 09, 2024 14:15ځايي سرچينې په دغه ولايت کې د يوه ځوان هلک د ځانوژنې خبر ورکوي.
-
کابل ته د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي سفر
Feb 09, 2024 12:30د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د دوحې راتلونکې ناسته، د افغانستان په اړه د معقولو خبرو اترو لپاره یو مهم فرصت وباله.