-
څه باندې پنځه لکه سوري کډوال خپل وطن ته ستانه شوې دي
Aug 14, 2019 12:12د سوریې د لویدیځ په حمیمیم اډه کښې د روسیې د غږملونکي مرکز مشر په یوه بیانیه کښې ویلي چې له ۵ لکه ۸۰ زره زیات سوري کډوال خپل وطن ته ستانه شوې دي.
-
د امریکايي پوځیانو وړومبۍ ډله ترکیې ته ورسیدله
Aug 13, 2019 03:04د سوریې په شمال کښې د امنې سیمې په نامه د یوې سیمې د جوړولو په سر د ترکیې او امریکې ترمینځ له موافقې وروسته د امریکايي پوځیانو اولنۍ ډله د ترکیې شانلي اورفا ولایت ته لاړه.
-
د سوریې په الشعیرات هوايي ډګر کښې شوې چاودنې لسګونه پوځیان ووژل
Aug 04, 2019 02:59دا چاودنه د الشعیرات په هوايي ډګر کښې د زړو مهماتو د انتقال په وخت شوې ده.
-
امریکايي ائتلاف په سوریه کښې بیا ملکي وګړي ووژل
Jul 30, 2019 02:57د امریکې تر قومندانۍ لاندې د تش د نامې داعش ضده نړیوال ائتلاف جنګي الوتکو پرون په یو نوي جنایت کښې د سوریې د ختیځ په دیر الزور ولایت کښې الرز نومې کلی بمباري کړ.
-
د پاکستان شیعه عالمانو د مذهبي چارو له وزیر سره د زیارتوالو ستونزې وڅیړلې
Jul 28, 2019 03:00د پاکستان د مذهبي چارو له وزیر سره د دغه هیواد د شیعه علماؤ په کتنه کښې، ایران، عراق او سوریې ته د تلونکو پاکستاني زیارتوالو ستونزې وجاجولې.
-
د ترهګرو په برید کښې د سوریې ۱۹ پولیس مړه او ژوبل شول
Jul 17, 2019 11:59د سوریې سرچینو د ترهګرو په بم چاودنه کښې د ۱۹ پولیسو د وژل کیدو او زخمي کیدو خبر ورکړ.
-
مقاومت له بل هر وخت نه زيات مضبوط او قدرتمن دے
Jul 13, 2019 03:20د لبنان د حزب الله مشر بېګا د دغه هېواد له المنار چېنل سره په مرکه کښې وويل، مقاومت د بنديزونو او سزاګانو باوجود ورځ په ورځ مضبوطيږي او ډېره زياته وده يې کړې ده.
-
د سوریې ځینې نور کډوال له لبنانه خپل وطن ته ستانه شول
Jul 12, 2019 12:15د سوریې یوشمیر نور کډوال په شپاړسو بسونو کښې له لبنان څخه خپل ټاټوبي ته ستانه شوي دي.
-
صهیونیسټي رژیم ته د سوریې خبرداری
Jul 03, 2019 03:13د سوریې مرستیال خارجه وزیر په خپل هیواد باندې د تیري د دوام په هکله صهیونیسټي رژیم ته ګوته وڅنډوله.
-
په سوريې د اسرائيلو په حمله کښې په لسګونو تنه مړۀ يا ژوبل شول
Jul 01, 2019 09:48د سوريې له پائتخت دمش سره نزدې سيمه د صهيونېسټ رژيم د فوځ د نن سحر په حمله کښې د يو شودۀ رودونکي ماشوم په شمول څلور عامه وګړي ووژل شو.