-
بقایي: د ایران د پاسټور انسټیټیوټ ویجاړول د سیمې د روغتیایي امنیت پر ضد ګواښ دی
May 23, 2026 07:44پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې د ایران د پاسټور انسټیټیوټ ویجاړول د سیمې د روغتیایي امنیت پر ضد ګواښ دی.
-
د یمن د عالي شورا رئیس: د تېریو پر وړاندې د ایران ملاتړ کوو، د هرمز تنګي مدیریت د تهران حق دی
May 23, 2026 07:42پارس ټوډې – د یمن د عالي شورا رئیس، پر لبنان او فلسطین باندې د صهیونیسټانو د دوامدارو تېریو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل: موږ یو ځل بیا د ایران له اسلامي جمهوریت سره پر بشپړې همغږۍ او د دغه هېواد پر حق، چې له ځانه دفاع وکړي او د هرمز تنګی اداره کړي، ټینګار کوو.
-
اسرائیلو د لومړي ځل لپاره د ایران په توغندوي حملو کښې د پوځي اډو په تباه کیدا اعتراف وکړ
May 22, 2026 14:02ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم «یدیعوت احارونوت» ورځپاڼې اعتراف وکړ د سپوږمکۍ انځورونه د ایران په توغندوي حملو کښې د «رامات ډیویډ» د هوايي اډې په دوو سیمو کښې د تاوانونو د رسیدا ښودنه کوي.
-
حزب الله د صهیونیسټ رژیم پرضد شپاړس پوځي عملیات وکړل
May 22, 2026 11:47ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په جنوب کښې د صهیونیسټي دوښمن د هدفونو پرضد د شپاړسو پوځي عملیاتو د ترسره کولو خبر ورکړ.
-
د الصمود د کشتیو د کاروان له فعالانو سره د اسرائیلو کړچار له سپکاوي ډک او غلط دی
May 21, 2026 05:06ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوولې میرمن «کایا کالاس» د الصمود د کشتیو د کاروان له فعالانو سره د صهیونیسټ رژیم کړچار له سپکاوي ډک او غلط وباله.
-
که چیرې روسیې او ایران د صمود د کشتیو کاروان تښتولای، اروپا به کوم ډول چلند کاوه؟
May 21, 2026 04:36ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اروپا د پارلمان اسپانیايي غړې میرمن «ایرنه مونټرو» د صمود د کشتیو په نړیوال کاروان باندې د صهیونیسټ رژيم په حملې او د هغې په هکله د اروپايي هیوادونو په دوه ګوڼه معیارونو باندې سختې نیوکې سره
-
ایران په فارس خلیج سیمه کښې د نویو واقعیتونو د تثبیتولو په حال کښې دی
May 21, 2026 04:23زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو د «هاارتص»ورځپاڼې مشهور شناندي «تسیفي بارئیل» ټینګار وکړ ایران د امریکا د ولسمشر ټرامپ وینا ته له پام کولو پرته په فارس خلیج کښې د نویو شرایطو د تثبیتولو په حال کښې دی.
-
د ایران او د امریکا د خبرو اترو راتلونکی پړاو به د حج له مراسمو وروسته په اسلام اباد کښې وشي
May 21, 2026 03:41زمونږ خبریال راپور راکړی د عربو رسنیو ادعا وکړه چې د ایران او د امریکا ترمینځ د تړون د مسودې د بشپړیدا لپاره جدي هڅې روانې دي.
-
امنیت شورا باید د ټرامپ د ګواښونو په وړاندې چوپ یا بې تفاوته پاتې نشي
May 21, 2026 03:25ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي او سفیر «امیر سعید ایرواني» وویل امنیت شورا باید د ایران پرضد د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د هره ورځې او د بیا بیا ګواښونو په هکله چوپ یا بې تفاوته پاتې نشي.
-
فرانسې او متحده عربي اماراتو دفاعي تړون لاسلیک کړ
May 20, 2026 05:36ایرنا خبري اژانس راپور راکړی فرانسې ته د متحده عربي اماراتو د دفاع وزیر د سفر په بهیر کښې دواړو هیوادونو یو نوی دفاعي تړون لاسلیک کړ.