-
د غزې د شهیدانو شمېر ۵۱ زره او ۴۳۹ ته لوړ شو
Apr 26, 2025 02:35پارس ټوډې - د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې پر غزې د صهیونیستي رژیم د یرغل له امله د شهیدانو شمېر ۵۱ زره ۴۳۹ تنو ته او د ټپیانو شمېر ۱۱۷ زره ۴۱۶ تنو ته لوړ شوی دی.
-
د فلسطین د کډوالو په تمبووانو بریدونه جنګي جنایت دی
Apr 25, 2025 08:09ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» په غزې او دغه راز په لبنان کښې د صهیونیسټ رژیم د ترهګرو او د تیریګرو اقداماتو دوام په کلکه وغاند.
-
د صهیونیسټي رژیم د بریدونو له امله په غزه کې ۳۲ فلسطینیان په شهادت ورسېدل
Apr 23, 2025 10:03په فلسطین کې ډاکټرانو ویلي چې د اسرائیلي رژیم په بریدونو کې، چې د غزې پر بېلابېلو برخو شوي، لږ تر لږه ۳۲ کسان شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
-
صهیونیسټي جنرال: تر کله چې اسرائیلیان پټنځایونو ته تښتي، هېڅ بریا به ترلاسه نه شي
Apr 21, 2025 09:40پارس ټوډې - یوه صهیونیستي جنرال ویلي: د غزې پر وړاندې په جګړه کې د اسرائیلو هېڅ اصلي هدف، لکه د حماس له منځه وړل او د بندیانو بیرته راستنېدل، ترلاسه نه شو.
-
په تل اویو کښې د لومړي وزیر پرضد سترې مظاهرې کیدونکي دي
Apr 20, 2025 02:38مهر خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو د بندیانو کورنیو د لومړي وزیر نتانیاهو پرضد په پراخو مظاهرو کښې د ګډون او له غزې تړانګې څخه د بندیانو د خوشي کولو د ملاتړ لپاره د غونډې د ترسره کولو غوښتنه وکړه.
-
انصارالله: امریکایان به درنه بیه ورکړي
Apr 17, 2025 11:20د یمن د انصارالله غورځنګ یوه جګپوړي غړي امریکایانو ته د یمن پر وړاندې د تیري د پایلو په اړه خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ: "امریکا به د نړۍ د ملتونو پر وړاندې د خپل جنایت لپاره دروند قیمت ورکړي."
-
امام خامنه ای: مونږ د "عمان خبرو اترو" په اړه نه ډېر خوشبینه یو او نه ډېر بدبین یو
Apr 16, 2025 08:07پارس ټوډې - د اسلامي انقلاب معظم رهبر د دې په بیانولو سره چې د عمان خبرې اترې د بهرنیو چارو وزارت له لسګونو دندو څخه یوه ده، وویل: د هیواد مسایل په خبرو اترو پورې ونه تړو."
-
د واشنګټن په لویه تېروتنه د نیوزویک عتراف : یمن به شاته نه شي
Apr 16, 2025 08:20د پارس ټوډې په وینا، امریکایي ورځپاڼې په یوه راپور کې اعتراف کړی چې، که څه هم د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر په یمن کې د امریکا د هوايي بریدونو له پیل څخه یوه میاشت تیریږي، خو د یمن پوځ "د واشنګټن د بریدونو د بندولو هڅو ته دوام ورکوي او په اسراییلو او په سره سمندر کې په کښتیو توغندیو ویشتلو ته دوام ورکوي."
-
د صهیونیسټ رژيم د نسل کشۍ په اړه چوپتیا اندیښمنونکي ده
Apr 16, 2025 01:07ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ د صهیونیسټ رژیم لخوا د غزې تړانګې د هراړخیزه کلابندۍ د دوام په هکله خبرداري سره دغه حالت د پلان شوي نسل کشۍ د پلان یوه برخه وبلله کومه چې د نړیوالې ټولنې له اندیښمنونکي چوپتیا سره یوځاې ده.
-
اسرائیلو د لبنان د حزب الله د یوه قومندان د شهیدولو ادعا وکړه
Apr 16, 2025 00:55ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم پوځ ادعا وکړه چې د لبنان په جنوب کښې یې په عیترون سیمې باندې د بې پایلوټه الوتکې په حملې کښې د اسلامي مقاومت حزب الله غورځنګ د ځانګړیو عملیاتو د یونټ قومندان شهید کړی.