-
متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره ټلفوني خبرې وکړې
Mar 17, 2024 02:34د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره ټلیفوني خبرې وکړې.
-
د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي
Mar 17, 2024 02:13د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار سره د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د مسافرو او ناروغانو د تګ راتګ په برخه کې پر تسهیلاتو او د سوداګرۍ اسانتیاوو په تړاو خبرې کړي دي.
-
د رڼا سرچینې (83) د قرآني آیتونو د نزول شأن ، د خداي او پیغمبر د پیژندګلوۍ خنډونه
Mar 16, 2024 10:44د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د رڼا سرچینې نومې لړۍ له ننني درې اتیایم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغه ننني مطلب کې د اسراء سورې له ۴۵ تر ۴۸ پورې آیتونو د نزول د شأن په باب درسره غږیږو، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي.
-
پاکستان د ۳میلیارډ ډالرو پور ترلاسه کولو لپاره له ایاېماېف سره غږېدلی
Mar 16, 2024 10:36د پاکستان مالیې وزارت چارواکي وايي چې د درې میلیارډ ډالرو پور ترلاسه کولو لپاره د پیسو نړیوال صندوق (ایاېماېف) له پلاوي سره غږېدلي دي.
-
په شمالي وزیرستان کې مو د وسلهوالو یو ډلهایز برید شنډ کړی دی
Mar 16, 2024 09:01د پاکستان امنیتي سرچینو منلې، چې یوه ډله وسلهوالو نن سهار چې ځانمرګو بریدګرو یې ملتیا کوله، د شمالي وزیرستان د میرعلي په سیمه کې د خدۍ پر ودانۍ برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو لهخوا په شا وتمبول شول.
-
په روسیې کې ولسمشریزې ټاکنې؛ ۷۱ کلن پوتین بریالی ښکاري
Mar 16, 2024 08:53په روسیې کې ولسمشریزې ټاکنې، چې پرون جمعه پیل شوې او تر سبا یکشنبې پورې به دوام وکړي، تر دا مهاله پکې یوازې ۳۱ سلنه روسانو خپله رایه کارولې، لومړنۍ پایلې ښيي چې اوسنی ولسمشر ویلادیمیر پوتین تر ټولو مخکښ دی او غوڅ احتمال دا دی، چې نوموړی به بیا ځلې د روسیې ولسمشر شي.
-
امریکا ته قدرت ښودنه؛ کېم جونګ اون خپله د پوځ تمرینات اداره کوي
Mar 16, 2024 08:44د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس له لوري په تازه خپاره شویو انځورونو کې لیدل کېږي، چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون په خپله د دغه هېواد د پوځ نوي پیل شوي تمرینات له نږدې څاري.
-
په ننګرهار کې د ځمکې پر سر نښته کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي
Mar 16, 2024 08:36د ننګرهار سیمهایزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ځمکې پر سر د دوو کورنیو تر منځ په وسلهواله نښته کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
-
ترکیې ته نږدې د کډوالو کښتۍ د ډوبېدو له امله ۸ تنه مړه شوي
Mar 16, 2024 08:29ترکي چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد ساحل ته څېرمه د ایجین په سمندرګي کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې، چې له امله یې اته کسان پکې مړه شوي دي.
-
شهباز شریف د امریکا له سفیر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي
Mar 16, 2024 08:22د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شريف په اسلام آباد کې د امريکا له سفير ډونلډ بلوم سره په لیدنه کې په افغانستان کې بدلونونو او په پاکستان کې د اقتصادي ثبات او بهرنۍ پانګونې د راجذبولو لپاره د لویو اقتصادي اصلاحاتو پر رامنځته کولو خبرې کړې دي.