-
امريکه کښې په کورونا اخته کسان له بل هر هېواده زيات شول
Mar 27, 2020 11:26کورونا وايرس چې په اول ځل د چين په هوبای ايالت ووهان ښار کښې خپارۀ شوي وو او وروسته دغه وايرس د چين نورو ښارونو او له هغه ځايه نورو هېوادونو ته خپارۀ شو اوسمهال پرې ټول له نيم مليونه زيات وګړي اخته شوي دي.
-
په ايران کښې په کورونا اخته له يولسو زرو زياتو کسانو شفاء بيامونده
Mar 27, 2020 11:03د ايران د روغتيا وزارت وويل، تر اوسه يولس زره يو سل درې دېرش هغه کسان چې په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته شوي وو ښه شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.
-
کابل کښې په تګ راتګ د محدوديت لګولو طرحه تصویب شوه
Mar 27, 2020 10:45د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سټراټیژيکو تعلقات لوے صلاحکار وحید عمر وويل، د کابینې په ننۍ بېړنۍ غونډه کښې په کابل کې په تګ را تګ د محدودیت لګولو طرحه تصویب شوه.
-
افغانستان کښې د کورونا ویروس له امله دویم کس هم مړ شو؛ وائرس په ټولنه کښې د خپرېدو په حال کښې دي
Mar 26, 2020 02:55د افغانستان د عامې روغیتا وزارت وايي، هېواد کې د کورونا وایرس له امله دویمه مړینه په هرات ولایت کې شوې ده.
-
اروپائي اتحاديه له کورونا سره په مقابله کښې د ايران ملاتړ کوي
Mar 26, 2020 00:38د ايران خارجه وزير وويل: اروپائي اتحاديه له کورونا سره په مبارزه کښې د ايران ملاتړ کوي او په دې لړ کښې د ايران د اقداماتو لپاره د مالي خنډونو د لرې کولو په لړ کښې حمايت کوي.
-
چين د ايران په خلاف د امريکې په ظالمانه بنديزونو نيوکه وکړه
Mar 26, 2020 03:00د چين د کېميونېسټ ګوند د نړيوالو چارو مرستيال وزير د کورونا وائرسو په اړه د واشنګټن په تور لګونې باندې په نيوکې سره وويل، د امريکې بنديزونه له دغو وائرسو سره په په مبارزې منفي تاثير لري.
-
ټول هېوادونه دې د امريکې له بنديزونو انکار وکړي
Mar 26, 2020 00:23په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي له ټولو هېوادونو وغوښتل د نړيوالې ټولنې غوښتنې ته د امريکې د بې پامۍ په صورت کښې دې د ايران په خلاف د واشنګټن له بنديزونو انکار وکړي.
-
په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته تقريباً نهه زره تنه ښۀ شول
Mar 24, 2020 12:07د ايران د روغتيا وزارت وويل: تر اوسه هغه اته زره نهه سوه ديارلس کسان چې په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته شوي وو ښۀ شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي.
-
د ټرمپ تجويز کړې شوې نسخې يو امريکائي ووژۀ
Mar 24, 2020 08:25يو امريکائي د دغه هېواد د ولسمشر د تجويز کړي درمل د استعمالولو له کبله مړ شو.
-
په ایران کې په کروناویروس ککړکابو اته نیم زره کسان ښه شوي دي
Mar 23, 2020 11:20وروستی راپورونه ښئ چې د نړۍ یو سل دوه نوي هیوادونو ته د کرونا ویروس خوریدا غزیدلې او په نړۍ کې په دغه ویروس تر دې دمه کابو درې لکه درې څلویښت زره کسان ککړ شوي چې له دغه شمیره څه دپاسه نهه نوي زره کسان په درملنو پسې ښه شوي هم دي او د قربانیانو شمیر هم په نړۍ کې څه دپاسه څوارلس زره تنو ته رسیدلی دی .