Pars Today
د مهربان بخښونکي لوے څښتن په نامه او تاسو قدرمنو دوستانوته د سلامونو په وړاندې کولوسره ايران د تېرې اونۍ په هنداره کښې له يو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې يوو
په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي خبردارے ورکړ، ايران له دې وروسته نه شي کولې او پکار هم نه دي چې د برجام د ساتنې پېټے په يوازې ځان په اوږو وګرځوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیګا په یو ټویټ کښې ولیکل: دا چې د امریکې پوځ په فارس خلیج کښې هیڅ کار نه لري، سل په سلو کښې سمه خبره ده.
د امریکې ولسمشر مدعي شو چې واشنګټن، ایټمي وسلو ته د تهران د رسیدو د مخنیوي په موخه په ایران باندې بندیزونه لګوي.
د ایران خارجه وزیر: اروپایان چې هر کله باور وکړي چې باید د خپل امنیت د ساتنې لپاره لګښت ورکړي نو ایران به هم په ځواب کښې په خپلو فیصلو بیا غور وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: (بي ډلې) ډیره لږه فاصله درلودله چې د امریکې ولسمشر د جنګ میدان ته ټیل وهي.
د ايران خارجه وزير د پېسو د معاهدو په باره کښې له مختلفو هېوادونو سره د تهران د خبرو اترو خبر ورکړ.
د ترکیې خارجه وزیر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د کتنې لپاره د ایران مرکزي ښار اصفهان ته راورسید.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر بیګا د خپل هیواد په سمندري حدودو کښې، د امریکې د تیري کونکې ډرون الوتکې د ځینو ټوټو د رایستل کیدو خبر ورکړ.
د ايران خارجه وزير قرغېزستان او تاجېکستان دوو هېوادونو ته د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر د سفر د نتائجو په بيانولو سره وويل، د ايران فعاله ډېپلومېسي هم هغه شان دوام لري.