Jun 09, 2016 13:35
دامریکا دسیاسی چارو یوه کار پوه روښانه کړې ، په عراق کې دامریکا پوځی لاسوهنو په مینځنی ختیځ کې دترهه ګرو ډلو په تیره بیا د داعش ډلې دشتون لپاره لاره پرانیستله .
دامریکا دپنسلوینیا پوهنتون یوه استاد جنیفر لئونسټاین له پریس ټی وی سره په خبرو کې وویل ، هغه څه چې نن سبا ئې په مینځنی ختیځ کې شاهدان یوو ، له دې مخکې کله چې امریکا په عراق کې پوځی شتون درلود، ډیرو خلکو له خوا ئې اټکل شوی ؤ