-
د یمن د توغندوي حملو له وېرې د محمدبن سلمان لالهاندي او له یوې تربلې ماڼئ په پټه تګ راتګ
Oct 12, 2026 13:30پارسټوډې – د سعودي عربستان ولیعهد د یمنی والو له جدي توغندوي بریدونو وروسته د سختو امنیتي تدبیرونو په سیوري کې او د سنبالو ماڼیو په ماډرن پناهځایونو کې وخت په وخت ځاي په ځاي کیږي.
-
؛د ایران سیل؛( د هرمزګان ولایت د ټرانزیټ تجارت او سمندری ټوریزم پراختیا)
Oct 12, 2026 12:58د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو د ایران سیل نومې لړۍ له نننۍ برخې سره ستاسو پّ خدمت کې یوو،په دغه ننني مطلب ګرځود ایران د هرمزګان ولایت په زړه پورې سیمو ته چې د ایران د سوداګرۍ، ترانزیټ او سمندري ګرځندوی په پراختیا کې د دغه لایت پر نورو ځانګړنو سربیره د بندرونو کلیدي رول ته یوه ځغلنده کتنه کوو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
-
د نړۍ په بازارونو کې د تېلو د بیو د لوړېدو بهیر دوام لري
Oct 12, 2026 09:46پارس ټوډې – د اونۍ د پاې په رخصتیو کښې عمان ته نزدې په هرمز تنګي کښې د دوو تیل وړونکیو کشتیو چاودیدو د نړیوال بازار اندیښنې زیاتې کړې دي او له امله یې د تیلو بیه لالوړه شوې ده.
-
ایران: د هرمز اوبلارې د بېرته پرانیستلو په اړه د امریکا ځواب کافي نه دی
Oct 12, 2026 05:10زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا منشي محسن رضايي واييد هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره د تهران اووهګونو شرطونو ته د امریکا ځواب «کافي نه دی» او واشنګټن باید پاتې شکونه لرې کړي.
-
په هرمز تنګي کې د سرغړوونکو تیل وړونکو بېړیو برخلیک؛ اور!
Oct 11, 2026 12:13پارسټوډې ـ د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران سمندري ځواک د یکشنبې په ورځ په هرمز تنګي کې د خامو تېلو د یوې سترې تیل وړونکې بېړۍ د چاودنې د خبر په اعلانولو سره، په یوې خبرپاڼې کې وویل: هره سرغړوونکې تیل وړونکې بېړۍ چې د تنګي هرمز قوانین له پامه وغورځوي، برخلیک به ئې په سخت اور کې سوځېدل وي.
-
د یمن خارجه وزارت؛د سعودي ملاتړي د دغه هېواد په جنایتونو کې شریک ګڼو
Oct 11, 2026 13:14پارسټوډې ـ د یمن د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د سعودي رژیم د کړکېچ د کمولو پړاو پاي ته رسولی او ملاتړي ئې د دغه رژیم په جنایتونو کې شریک دي.
-
د نړیوالې محکمې پر وړاندې امریکائي بندیزونه؛ اروپا چوپتیا پر قانون او عدالت برید دی
Oct 11, 2026 12:59پارسټوډې ـ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جرمونو نړیوالې محکمې پر وړاندې د امریکا د بندیزونو او د دغې محکمې د ړنګولو د ګواښ په اړه د اروپا بېعملۍ او چوپتیا، پر قانون او عدالت په برید کې د دوي همکاري وبلله.
-
دغونچه ایزوبمونو په وسیله د یمن د عامو وګړو وژنه د بشریت ضد جنایت دی
Oct 11, 2026 11:20پارس ټوډې — په صنعا کې د یمن د بشري حقونو ملي بنسټ په یوه اعلامیه کې د حجه ولایت د عبس ولسوالۍ په «بني حطب» کلیو کې د هغو خوشهیي بمونو په کارولو سره وژنې وغندلې چې په نړیواله کچه منع شوي دي.
-
د ایران د شهید شوي اټومي ساینسپوه مقاله په نړیواله علمي خپرونه «AIP Advances» کې خپره شوه
Oct 11, 2026 11:16پارس ټوډې — د ایران د اټومي چارو د ساینسپوه او د شهید بهشتي پوهنتون د علمي پلاوي د غړي، شهید ډاکټر سید امیرحسین فقهی علمي مقاله، د اسرائیل له لوري پر ایران په بریدونو کې د هغه له شهادت څخه یو کال وروسته، په معتبره نړیواله علمي خپرونه «AIP Advances» کې خپره شوه.
-
پولیټیکولیکي؛اروپايي ټولنه به راتلونکی ژمی د ګاز له سخت کمښت سره مخ شي
Oct 10, 2026 14:25پارس ټوډې – د پولیټیکو خپرونې په یوه راپور کې، د امریکا د انرژۍ اقتصاد او مالي تحلیل د مؤسسې (IEEFA) د معلوماتو پر اساس لیکلي چې د اروپائي ټولنې غړي هېوادونه ښائي راتلونکی ژمی د طبیعي ګیسو له ۱۴ میلیارډ مکعب میترو پورې له کمښت سره مخ شي؛ دا اندازه د دوي د کلنۍ اړتیا کابو اووه سلنه جوړوي