-
د ایران خارجه وزیر اسلام آباد ته تلی دی
Apr 25, 2026 13:33د ايران د بهرنیو چارو وزیر «سیدعباس عراقچي» تیر ماښام د ثور په۴مه خپل دورهیي سفر اسلاماباد ته په تګ سره پيل کړ او مسقط او مسکو ته په تګ سره به يې پای ته ورسوي.
-
جنرال طلایينیک: د سپاه او پوځ همغږۍ د امریکا دبدبه له منځه یوړه
Apr 20, 2026 13:23پارس ټوډې – د ایران د وسلهوالو ځواکونو د ملاتړ او د دفاع وزارت ویاند وویل: درېیمه تحمیلي جګړه د امریکا د سلطې د له منځه تلو او په نړۍ کې د استکبار ضد غورځنګونو د اوج ته رسېدو لامل شوه.
-
عراقچي: هوکړې ته د نه رسېدو لامل د امریکایي پلاوی له لورې د محاصرې کولو ګواښ و
Apr 13, 2026 11:37پارس تودی- د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: تهران په ښه نیت سره امریکا سره خبرو ته تیار شو څو جنګ ته د پای ټکی کښېږدوي.
-
بقايي: د ایران اټومي مرکزونو په تړاو د آژانس بې پامي خواشینوونکې ده
Mar 31, 2026 01:42پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران د اټومي مرکزونو پر وړاندې د یرغلونو په تړاو د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس بې پامي د خواشینۍ وړ وګڼله.
-
د یمن د وسله والو ځواکونو لوړپوړی قوماندان: د ایران ترڅنګ ولاړ یو
Mar 30, 2026 22:48پارس ټوډې – د یمن د وسله والو ځواکونو لوړپوړي قوماندان څرګنده کړه: موږ د امریکا او صهیونیسټي رژیم د کښتیو پر وړاندې د باب المندب تنګي تړلو له ګزینې څخه استفاده کوو.
-
د ملګرو ملتو د بشري حقوقو شورا په میناب ښوونځي د امریکې او اسرائیلو حمله وغندله
Mar 28, 2026 05:09پارس ټوډی- د ملګرو ملتو د بشري حقوقو شورا په جنیوا کښې په خپلې بیړنۍ غونډې کښې د ایران په میناب کښې په «شجره طیبه» ښوونځي باندې د حملې په غندلو سره چې له ۱۷۰ زیات زده کوونکي او معلمان په کښې وژل شوي وو، د سمدستي تحقیقاتو او د دې جنایت د ترسره کوونکو د ځواب غوښتنه وکړه.
-
بقايي: د میناب د جنایتونو عاملان او آمران باید سزا شي
Mar 27, 2026 17:18پارس ټوډی- د ایران د خارجه وزارت ویاند د میناب په شجره طیبه ښوونځي باندې د حملې د جنایت په هکله په سویټزرلینډ کښې د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د شورا بیړنۍ غونډې ته په اشارې سره وویل: هغه بیګناه ماشومان او د هغوي معلمانې چې په سړه سینه قتل عام شوې، د تیري ګرو د وحشي توب او بې رحمۍ نښه ده.
-
عراقچي: نړیوال حقونه د انتخابي استفادې اوزار نه دي
Mar 27, 2026 04:45پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یوه یادښت کې په خپلې شخصي پاڼې کې د نړیوالو حقونو پر دوه ګوني معیار باندې نیوکه وکړه او ولیکل: نړیوال حقونه د انتخابي استفادې اوزار نه دي.
-
د چین خبرداری: د ایران پر اټومي مرکزونو باندې د امریکا او اسرائیلو برید، سېمه په اور کې سوځوي
Mar 27, 2026 04:43پارس ټودې – د چین د بهرنیو چارو وزیر د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس له عمومي مدیر سره په لیدنه کې خبرداری ورکړ چې د ایران پر اټومي مرکزونو باندې د امریکا او اسرائیلو هرډول پوځي اقدام به د نه اټکل وړ او ناوړه پایلې له ځان سره ولري.
-
آلماني سیاستوال: پر ایران باندې د امریکا او اسرائيلو یرغل، د ایران خلک سره لا یوموټي کړل
Mar 27, 2026 04:41پارس ټوډې – آلماني سیاستوال او د دې هېواد د پارلمان پخواني استازي وویل: پر ایران باندې د امریکا او اسرائيلو پوځي یرغل، د ایران خلک سره لا یوموټي کړل.