-
صهیونسټي رژیم د غزې په مرکز کې د عوامو کورونه او جومات په نښه کړی
Feb 05, 2024 08:17د نړیوالو رسنیو د راپورنو له مخې صهیونسټي ځواکونو نن سهار د غزې په مرکزي سیمه دیرالبلح کې د ملکي فلسطینیانو کورونه او یو جومات بمبار کړی، چې له امله یې تر ۳۰ زیات فلسطینیان شهیدان شوي او ګڼشمېر نور ټپیان دي.
-
په خیبر پښتونخوا صوبې کې ۱۰ پاکستاني پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي
Feb 05, 2024 08:07د پاکستاني او نړيوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په دیره اسماعیل خان سیمه کې نن دوشنبې سهار د پولیسو پر مرکز برید کې ۱۰ پاکستاني پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
-
د سوریې په ختیځ کې د امریکا پوځي اډې په نښه شوي
Feb 04, 2024 02:42ځینو خبري سرچینو، د یکشنبې په شپه د سوریې په ختیځ کې د کونیکو د ګازو په ډګر کې، د امریکې پر پوځي اډې د راکټي حملو خبر ورکړی.
-
په بلخ او لوګر ولایتونو کې د دوو کورنيو لس غړي وژل شوي
Feb 04, 2024 01:30د افغانستان په بلخ او لوګر ولایتونو کې په دوو جلا پېښو کې د دوه کورنيو لس غړي وژل شوي دي.
-
د غزې د خلکو د عامې وژنې پر وړاندې چوپتیا له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده
Feb 02, 2024 02:41د عراق د ملي حکمت غورځنګ مشر په غزې تړانګه کې د فلسطیني ولس د ډله ایزې وژنې پر وړاندې چوپتیا، له نړیوالو ارزښتونو او قوانینو ښکاره سرغړونه وبلله.
-
د شهادت کلتور دښمنان له ویرې سره مخ کوي
Feb 02, 2024 02:20زموږ د خبریال د خبر له مخې، د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف د پنجشنبې په ورځ په تهران کې د شهید جنرال سید رضي موسوي د څلویښتمې په مراسمو کې، د دې شهید اخلاقي او مجاهدانه شخصیت ته په اشارې سره وویل: "د شهادت کلتور، یو خالص اسلامي کلتور دی، چې دښمنان تل له ویرې سره مخ کوي.
-
دښمنان په ترهګرو اقداماتو سره، له ایران سره د پاکستان د اړیکو خرابول غواړي
Jan 28, 2024 07:14د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د په ایران کښې د ۹ تنه پاکستاني ښاریزو وژلې ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې دښمنان په ترهګرو اقداماتو سره غواړي چې له تهران سره د اسلام آباد اړیکې ګډې وډې کړي.
-
هندوستان کښې د مسلمانانو دوکانونه وران کړې شول
Jan 24, 2024 07:57د هندوستان په ممبئۍ ښار کښې د مسلمانانو یوشمیر دکانونه د لارې د بندولو او د غیرقانوني جوړښت په وجه وران کړې شول.
-
د پاکستان د دوست او ورور حکومت حساب له وسله والو ترهګرو جلا دی
Jan 19, 2024 02:11د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې د دواړو هېوادونو د پولو پر یوې برخې د حملې په اړه، د پاکستان د نه منلو وړ اقدام په غندلو سره اعلان وکړ چې د پاکستان د دوست او ورور حکومت حساب له وسله والو ترهګرو جلا دی.
-
په لغمان کې د والیبال پر سر د شخړي له امله ۴ تنه وژل شوي
Jan 19, 2024 01:44د افغانستان د لغمان ولایت په یوه کلي کې تېره چهارشنبه د مرغومي په ۲۷مه د والیبال په سیالۍ کې د دوو خواوو ترمنځ په شخړه کې ۴ تنه وژل شوي دي.