-
پاکستان کښې ټرافیکي پیښې اته کسان وژلي
Jan 24, 2026 00:00زمونږ خبریال راپور د پاکستان د سیند صوبې په جامشورو سیمه کښې په لویه لاره کښې د ټرک او د موټر ګاډي ترمینځ په ټکر کښې تراوسه اته کسان وژل شوي او یوشمیر نور ژوبل شوي هم دي.
-
عراقچي زلنسکي ته: نړۍ له سرګردانه چاپلوسانو ستړې شوې ده / موږ ایرانيان بلد یو له ځانه دفاع وکړو
Jan 23, 2026 09:34پارسټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي له لورې د ایران پر ضد د بېبنسټه خبرو او مداخلهکوونکو څرګندونو په غبرګون کې، هغه ته په خطاب کې وویل: نړۍ له سرګردانه چاپلوسانو ستړې شوې ده.
-
امیرالبحر سیاري: د ایران اسلامي انقلاب د امریکا تشه دبدبه ماته کړه
Jan 23, 2026 09:14پارسټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ همغږي کوونکي مرستیال وویل: اسلامي انقلاب د ایران د ملت په ملتیا امریکا سپکه کړه او د نړیوال استکبار تشه او ظاهري دبدبه یې په بشپړه توګه ونړوله.
-
زاخارووا: د ایران خلکو د دښمنانو پلانونه شنډ کړل
Jan 23, 2026 09:03پارسټوډې – د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل: په وروستیو کې په ایران کې رامنځته شوې ناآرامۍ په ښکاره ډول له بهر څخه مالي ملاتړ کېدې.
-
اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۰ میلیونه یورو مرسته وکړه
Jan 23, 2026 08:52اروپایي ټولنې په افغانستان کې د ښځو د اقتصادي پياوړتیا د پروګرام لپاره د ۱۰ میلیونه یورو مرستې اعلان کړی دی.
-
کندهار کې د کور د چت نړېدو پېښه کې ۶ ماشومانو ژوند بایللی
Jan 23, 2026 07:43د کندهار د ډنډ ولسوالۍ «کرز» سیمه کې د استوګنې د یوې خونې چت لوېدو له امله شپږ ماشومانو ژوند بایللی.
-
په داووس کې د راشد الغنوشي د خوشې کېدو غوښتنه وشوه
Jan 22, 2026 10:08په جنیوا کې مېشت د شکنجې د قربانیانو ټولنې د ۲۰۲۶ کال د ډیؤوس د نړیوال اقتصادي فورم له ګډونوالو څخه یوه بیړنۍ غوښتنه وکړه او ترې ئې وغوښتل چې د تیونس د سیاسي بندي شیخ راشد الغنوشي د ژوند د ژغورلو لپاره مداخله وکړي. نوموړی د تیونس د پارلمان د ۲۰۱۹ ـ ۲۰۲۴ کال پړاؤ منتخب مشر او دغه راز د النهضه ګوند مشر دی او له زرو ورځو څخه زیات وخت کېږي چې په بند کې دی.
-
ولې ایران د یورانیمو سولهییزې بډاینې پر خپل حق ټینګار کوي؟
Jan 21, 2026 09:07پارسټوډې – ایران اعلان وکړ چې هېڅکله به د یورانیمو سولهییزې بډاینې له خپله حقه تېر نه شي.
-
عراقچي: له بندیزونو تر پوځي برید پورې د امریکا د ایران پر ضد دښمنانه اقدامات ناکام شوي دي
Jan 21, 2026 13:08پارسټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ: تهران تل سولې ته پر جګړې لومړیتوب ورکړی او د عادلانه هوکړې لپاره چمتو دی.
-
د کراچۍ په ګل پلازه کښې د مړو کسانو شمیمر یوشپیتو ته ورسید
Jan 21, 2026 08:12زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د سیند صوبې د کراچۍ په ګل پلازه کښې د اور د لګیدا او د سلګونو دکانونو د سوځیدا په پيښه کښې تراوسه د میلیارډونو روپیو تاوانونه رسیدلي دي او له کبله یې ۶۱ کسان وژل شوي.