-
کابل د درې هفتو لپاره په رسمي توګه لاک ډاؤن شو
Mar 27, 2020 16:35د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په غوښتنه کابل کښې د کورونا وایرسو د لاډېر خپرېدو د مخنیوي په هدف دغه ښار د درې هفتو لپاره په رسمي توګه لاک ډاؤن اعلان شو، او له خلقو په کلکه وغوښتل شول چې کورنو کښې پاتې شي.
-
امريکه کښې په کورونا اخته کسان له بل هر هېواده زيات شول
Mar 27, 2020 15:56کورونا وايرس چې په اول ځل د چين په هوبای ايالت ووهان ښار کښې خپارۀ شوي وو او وروسته دغه وايرس د چين نورو ښارونو او له هغه ځايه نورو هېوادونو ته خپارۀ شو اوسمهال پرې ټول له نيم مليونه زيات وګړي اخته شوي دي.
-
په ايران کښې په کورونا اخته له يولسو زرو زياتو کسانو شفاء بيامونده
Mar 27, 2020 15:33د ايران د روغتيا وزارت وويل، تر اوسه يولس زره يو سل درې دېرش هغه کسان چې په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته شوي وو ښه شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.
-
افغانستان کښې د کورونا ویروس له امله دویم کس هم مړ شو؛ وائرس په ټولنه کښې د خپرېدو په حال کښې دي
Mar 26, 2020 07:25د افغانستان د عامې روغیتا وزارت وايي، هېواد کې د کورونا وایرس له امله دویمه مړینه په هرات ولایت کې شوې ده.
-
اروپائي اتحاديه له کورونا سره په مقابله کښې د ايران ملاتړ کوي
Mar 26, 2020 05:08د ايران خارجه وزير وويل: اروپائي اتحاديه له کورونا سره په مبارزه کښې د ايران ملاتړ کوي او په دې لړ کښې د ايران د اقداماتو لپاره د مالي خنډونو د لرې کولو په لړ کښې حمايت کوي.
-
ملګرو ملتو په نړۍ کښې د زر تر زره ډزبندۍ غوښتنه وکړه
Mar 26, 2020 07:50د ملګرو ملتونو مشر آنتونیو ګوټرېش په نړیوالو غږ کړے، چې کورونا واېرس په ټوله نړۍ کښې په خپرېدو دي، نو اړتیا ده چې په داسې حساس وخت کښې د جګړې ټولې خواوې ډزبندي وکړي.
-
چين د ايران په خلاف د امريکې په ظالمانه بنديزونو نيوکه وکړه
Mar 26, 2020 07:30د چين د کېميونېسټ ګوند د نړيوالو چارو مرستيال وزير د کورونا وائرسو په اړه د واشنګټن په تور لګونې باندې په نيوکې سره وويل، د امريکې بنديزونه له دغو وائرسو سره په په مبارزې منفي تاثير لري.
-
ټول هېوادونه دې د امريکې له بنديزونو انکار وکړي
Mar 26, 2020 04:53په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي له ټولو هېوادونو وغوښتل د نړيوالې ټولنې غوښتنې ته د امريکې د بې پامۍ په صورت کښې دې د ايران په خلاف د واشنګټن له بنديزونو انکار وکړي.
-
په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته تقريباً نهه زره تنه ښۀ شول
Mar 24, 2020 16:37د ايران د روغتيا وزارت وويل: تر اوسه هغه اته زره نهه سوه ديارلس کسان چې په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته شوي وو ښۀ شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي.
-
ننګرهار کښی د کورونا وايرس پنځه شکمنې پېښې ثبت شوې دي
Mar 24, 2020 15:40د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکتر نصیر احمد دراني په یوه خبري ناسته کښې وویل له ننګرهار د پنځوشکمنو کسانو د وینو نمونې د عامی روغتیا وزارت لابراتوار ته واستول شوې وې چې د څلورو هغو پایله منفي او یوه نمونه لا هم په لابراتوار کې تر څیړنې لاندی ده د عامی روغتیا رئیس وویل دغه شکمن کسان د هرات ولایت څخه جلال اباد ته راغلي وو.