-
- د امریکا او صهیونیسټ رژیم له ګډو دسیسو سره د مقابلې لپاره د فلسطیني ډلو چمتووالی
Mar 16, 2024 11:12د فلسطین د ملی نوښتګر غورځنګ عمومی منشی مصطفی البرغوتی» په غزې تړانګې کښې د لنګرګاه د جوړولو په باره کښې د امریکې د حکومت او صهیونیسټ رژیم د نوې ګډې دسیسې په هکله خبرداری ورکړ.
-
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځولو هرکلی کړی دی
Mar 16, 2024 10:48د طالبانو سرپرست حکومت په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځیدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دوی په افغانستان کې له یوناما سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
-
ګوګل د اسراییلو د وژلې لپاره د تعقیب ماشین
Mar 16, 2024 09:07له څو ورځو راهیسې په رسنیو کې د ګوګل د دغه کارمند د ګوښه کولو خبرونه خپریږي او په داسې حال کې چې د ګوګل ویاند د دغه کارمند د ګوښه کولو چټي دلایل وړاندې کړي، د بشري حقوقو ډلې په دې باور دي چې دغه کس د اسراییلو لخوا د غزې د خلکو په وژلو په اعتراض کې له دندې ګوښه شوی دی.
-
ایلون مسک: رویټرزد نړۍ ترټولو دروغجنه رسنۍ ده
Mar 16, 2024 08:10د پارس ټو ډې له راپور سره سم د نړۍ ترټولو بډایه کس او کاررامینځته کونکی ایلون مسک په X ټولنیزه شبکه کې رویټرز خبري اژانس د نړۍ ترټولو دروغجنه رسنۍ وبلله .
-
لږترلږه شپږو تنو ته په ننګرهار ولایت کې دلفظي شخړې له امله مرګ ژوبله واوښته
Mar 16, 2024 10:44چارواکی وایي شخړه دزمکې ملکیت پر سر د دوه کورنیو تر منځ راپورته شوې وه
-
پاکستان د ۳میلیارډ ډالرو پور ترلاسه کولو لپاره له ایاېماېف سره غږېدلی
Mar 16, 2024 10:36د پاکستان مالیې وزارت چارواکي وايي چې د درې میلیارډ ډالرو پور ترلاسه کولو لپاره د پیسو نړیوال صندوق (ایاېماېف) له پلاوي سره غږېدلي دي.
-
د حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې د علماوو یو لس کسيز پلاوی ازبکستان ته ولاړ
Mar 16, 2024 10:36د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دې وزارت د سرپرست وزیر مولوي نورمحمد ثاقب تر مشرۍ لاندې د علماوو لس کسیز لوړ رتبه پلاوی ازبکستان ته روان شوی دی.
-
په شمالي وزیرستان کې مو د وسلهوالو یو ډلهایز برید شنډ کړی دی
Mar 16, 2024 09:01د پاکستان امنیتي سرچینو منلې، چې یوه ډله وسلهوالو نن سهار چې ځانمرګو بریدګرو یې ملتیا کوله، د شمالي وزیرستان د میرعلي په سیمه کې د خدۍ پر ودانۍ برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو لهخوا په شا وتمبول شول.
-
په روسیې کې ولسمشریزې ټاکنې؛ ۷۱ کلن پوتین بریالی ښکاري
Mar 16, 2024 08:53په روسیې کې ولسمشریزې ټاکنې، چې پرون جمعه پیل شوې او تر سبا یکشنبې پورې به دوام وکړي، تر دا مهاله پکې یوازې ۳۱ سلنه روسانو خپله رایه کارولې، لومړنۍ پایلې ښيي چې اوسنی ولسمشر ویلادیمیر پوتین تر ټولو مخکښ دی او غوڅ احتمال دا دی، چې نوموړی به بیا ځلې د روسیې ولسمشر شي.
-
امریکا ته قدرت ښودنه؛ کېم جونګ اون خپله د پوځ تمرینات اداره کوي
Mar 16, 2024 08:44د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس له لوري په تازه خپاره شویو انځورونو کې لیدل کېږي، چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون په خپله د دغه هېواد د پوځ نوي پیل شوي تمرینات له نږدې څاري.