-
ایټمی او توغندوی صنعت زمونږخپل دي،امریکا د امر او نهی حق نه لري
Oct 20, 2025 12:46د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي د ډونالډټرمپ دلاپو او چټي خبرو ته په اشارې سره چې د ایران د ایټمی صنعت د له مینځه وړلو مدعی شوی ؤ، ووئيل؛ هیڅ فرق نه کوي، په همدې خیال کې ووسئ،البته اصلا تاسو څوک یاستئ چې که یو هیواد ایټمی صنعت لري، نو د هغو په وړاندې باید وکړه ،مه کړه مطرح کړئ، دا له امریکا سره څه ربط لري.
-
پاکستان او افغانستان سره متفق دي چې د ترهګرۍ فوري پاي ته رسول اړین دی
Oct 20, 2025 11:58خواجه آصف له قطري ټي وي چینل سره په مرکې کې وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سولې د تړون اساسي موخه د ترهګرۍ مسئلې پای ته رسول دي.
-
د اروپایانو چلند د هغوی د بې وسئ او بې هدفئ انځور دی
Oct 20, 2025 11:25اسماعیل بقائي د افغانستان او پاکستان د وروستیو شخړو په باب ووئيل؛ایران غواړي ،د پاکستان او افغانستان ترمینځ شخړې او ترینګلتیاوې په خبرواترو او مشورو سره حل شي چې دا هم د دواړو لورو،ګاونډیانو او د سیمې په ګټه ده،چې په دې اړه دایران اسلامی جمهوریت هرډول مثبت رول لوبولو ته تیار دی .
-
ایران، چین او روسیه د اسنپ بک بې اعتبارولو لپاره ملګرتیا ته دوام ورکوي
Oct 20, 2025 10:54د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د حکومتي کابینې ناستې ته ته په یوه راپور کې د ایران، چین او روسیې د هغې درې اړخیزې ملګرتیا د پراختیا خبر ورکړ چې د اسنپ بک میکانیزم د بې اعتباره کولو او له بندیزونو سره د مقابلې لپاره روانه ده.
-
الازهراسلامی مرکز د مسلمانانو په په ضد د مصنوعي ذهانت د ناسمې استفادې په باب خبرداری ورکړ
Oct 20, 2025 10:09د مصر د الازهر اسلامی مرکز له افراط پالنې سره د مبارزې څانګې د مسلمانانو په وړاندې په هندوستان کې د نفرت او درز د رامنځته کولو لپاره د مصنوعي ذهانت یا هماغه آرټیفیشل انټیلیجنس (اې آي) د ناسمې استفادې د خطرو په باب جدي خبرداری ورکړ.
-
د روسیې په نړیوالو قرآني سیالیو کې د ایران قاري لومړۍ مقام ترلاسه کړ
Oct 20, 2025 08:48پارسټوډی- د ایران د اسلامی جمهوریت د قم ولایت یو تکړه او غوره قاری اسحاق عبداللهی بریالی شوی چې د روسیې د قرآن کریم د سیالیو په درویشتم پړاؤ کې لومړی مقام ترلاسه کړي.
-
د مرکزي حکومت بندېدل به تر کومه حده دوام وکړي او د امریکا خلک به یې کومه بیه ورکړي؟
Oct 20, 2025 08:19پارس ټوډې - د امریکا د فدرالي حکومت بې ساري شل ورځني بندښت، چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په لومړۍ نیټه پیل شو، نه یوازې د هیواد حیاتي فعالیتونه فلج کړي، بلکې په هیواد کې یې د اقتصادي رکود او ټولنیز بحران خطر هم راپورته کړی دی.
-
په لاتیني امریکا کښې د شخړو له سختولو د امریکې اهداف
Oct 20, 2025 08:03پارس ټوډی - د ډونالډ ټرمپ په بیا ټاکل کېدو سره، متحده ایالاتو په لاتینې امریکا کې یوه نوې پالیسي غوره کړې چې په دې سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل شوې ده.
-
وای نیټ تحلیلي سایټ: د غزې د جنګ په اړه پریکړې په واشنګټن کې کیږي
Oct 20, 2025 07:48پارس ټوډې - د اسراییلو د واینیټ تحلیلي سایټ په خپل یو رپورټ کښې لیکلي چې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د وهمي ادعاوو اپوټه، هغه نه یوازې د غزې جګړې په اړه پریکړو کې بشپړ واک نه درلود، بلکې د امریکې د حکومت د نیغ په نیغه فشار او جبر لاندې د اوربند منلو ته اړ شوی دی.
-
خبرونه | په لبنان کې د ایران سفیر: د حماس بې وسلې کول ممکن نه دي / ګروسي له ایران سره د دوامداره ډیپلوماتیکو خبرو اترو غوښتنه وکړه
Oct 20, 2025 06:50پارس ټوډی - په لبنان کښې د ایران سفیر مجتبی اماني په غزې او لبنان کښې د وضعیت پیچلتیاو ته په اشارې سره، ټینګار وکړ چې د حماس بې وسلې کول یوه نه ترلاسه کیدونکې فرضیه ده او صهیونیسټ رژیم د لویې کچې جګړې د پیل کولو وړتیا نه لري.