Jul 28, 2018 14:49
امريکې په تېرو څو لسيزو کښې په ځلونو ايران ته فوځي دړکې ورکړې دي. په تېره بيا د جارج ډبليو بوش د واکمنۍ په دوره کښې چې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهانه په افغانستان او عراق باندې حملې وشوې، په ايران باندې حمله جدي شوې وه چې د ايران دفاعي توان ته په پام سره هيڅکله عملي نه شوه.