-
په بلخ کې د ټوکر جوړولو نساجۍ کارخونه په بشپړ ډول بیا فعالېږي
Oct 30, 2024 08:42د بلخ ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې د دې ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ټوکر جوړولو نساجۍ کارخونې د بیارغونې چارې ۹۵ سنله بشپړې شوې دي.
-
ښايي کابل کې د ځمکې لاندې اوبه په بشپړ ډول وچې شي
Oct 30, 2024 08:37د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق ( یونیسف) پر خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، که د مخنیوي تدابیر ونه نیول شي؛ ښایي تر ۲۰۳۰ کال پورې به په کابل کې د ځمکې لاندې اوبه په بشپړ ډول وچې شي.
-
د افغانستان الف لوبډلې هندوستان ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېده
Oct 26, 2024 03:46د آسیا ایمرجینګ جام په دویمې نیمه پایلوبه کې د افغانستان الف لوبډلې د هندوستان الف لوبډلې ته د ۲۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېدل.
-
په هلمند کې تلویزیوني خپرونې بندې شوې
Oct 26, 2024 03:06د طالبانو له لوري د ژوندي موجوداتو د تصویرونو د نه خپرېدو په لړ کې، په هلمند ولایت کې تلویزیوني خپرونې بندې شوې.
-
په کابل کې یوې ۲۰ کلنې نجلۍ ځان وژنه کړې
Oct 26, 2024 03:03رسنیو په پلازمېنه کابل کې د یوې ۲۰ کلنې نجلۍ د ځانوژنې خبر ورکړی دی.
-
په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې يوه مور خپل ژوند بايلي
Oct 25, 2024 04:08اروپايي ټولنې ویلي چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د کمښت له امله په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور خپل ژوند له لاسه ورکوي.
-
سرپرست حکومت دې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لرې کړي
Oct 25, 2024 04:05په افغانستان کې د امنیتي او بشري حقونو د وضعیت په اړه د نړیوالو اندېښنو له زیاتېدو وروسته، د روسیې په کازان کې د بریکس غړو هېوادونو، په ګډه اعلامیه کې ویلي چې، په افغانستان کې د روان کړکېچ سوله ایز حل، اړین دی.
-
د نړۍ د بوکس د پخواني اتل محمد علي کلې مېرمن کابل ته رسېدلې ده
Oct 25, 2024 03:59د سوک وهنې افسانوي لوبغاړي محمد علي کلې مېرمن خلیله علي کلې او ورسره مل پلاوی پرون کابل ته ورسېد.
-
د ایران کلتوري مشورتي ادارې افغان زده کوونکو ته له زرو زیات کتابونه ډالۍ کړل
Oct 22, 2024 10:58په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري سلاکارۍ له خوا څه دپاسه زر ټوکه ښوونیز او روزنیز او داستاني کتابونه زده کوونکو ته ورکړل شول.
-
په قزاقستان کې د افغاني محصولاتو ۳ورځنی نندارتون پرانیستل شو
Oct 22, 2024 09:11د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت پرون دوشنبه د تلې په ۳۰مه د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه د دې هېواد په الماتا ښار کې د افغاني محصولاتو او تولیداتو نندارتون پرانیسته.