-
نوروز د ولسونو د دوستۍ او مهربانۍ د پراختیا نښه ده
Mar 26, 2018 08:41د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په مرکز پیښور کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسول، نوروز د نوښت، تاندوالي او د سیمې د ولسونو او حکومتونو ترمینځ د دوستۍ او مهربانۍ د اړیکو د ټینګښت نښه وبلله.
-
نوروز په درستې سیمې او نړۍکې دسولې اوامنیت دټینګیدا زمینه برابره کړې
Mar 22, 2018 12:07دنوروز نیکمرغه اختر چې په ایرانیو ریښو سره یو ستر جشن دی ، دنړۍ په دولسو هیوادونو کې په رسمیّت پیژندل کیږی او په لسګونو هیوادونو کې په کال هیندارې کې دغه ورځ رسمی چټی وی .
-
ایران په سیمه کښې دامریکا پلانونه شنډ کړی دی
Mar 22, 2018 01:28زمونږ خبریال وایی د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای پرون مازیګر په مشهد سپیڅلی ښار کښې د حضرت امام رضا علیه السلام د سپیڅلی حرم د خادمانو او د زیارتوالو سترې غونډې ته په وینا کښې وویل په تیر هجری لمریز (۱۳۹۶)کال کښې دایران اسلامی جمهوریت وتوانید په سیمه کښې دایران د ملت د عزت او د اقتدار بیرغ ورپوی او د تکفیریانو د ملا په ماتولو او د امنیت په ټینګولو کښې مهم رول ولوبوی .
-
د نوروز نیکمرغه اختر دې پر ټولو بختور وی
Mar 21, 2018 10:33د افغانستان دبلخ ولایت دپولیسو قوماندان سید کمال سادات نن په مزارشریف ښار کې دخبریالانو په ټول کې وئیلی دی ، په بلخ ولایت کې د نوروز دنیکمرغه اختر په مناسبت دجشنونو دامنیت دتامینولو لپاره څه دپاسه څلور زره امنیتی ماموران په بیلابیلو سیمو کې دندې ترسره کوی .
-
ځان مرګی وحشی کابل ښار بیا د مظلومو خلکو په وینو سورکړ
Mar 21, 2018 09:55یو شمیر کسان له کارته سخی زیارته کور خواته روان و چې یوۀ موټر سایکل سوارۀ تیز د هغوى په مینځ کې چاودنه کړې .وئیل کیږی دچاودنې په وخت هلته ډیره ګڼه ګوڼه هم وه ،نوځکه ممکنه د مرګ ژوبلو دزیاتیدا احتمال زیات دی .
-
دایران ولسمشر دنهو هیوادونو مشرانوته مبارکی وویله
Mar 21, 2018 03:02زمونږ خبریال وایی داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی بیګا د نوروز اختر په مناسبت په جلاجلا پیغامونو کښې د افغانستان، تاجیکستان، پاکستان، اذربایجان جمهوریت ، ترکمنستان، ارمنستان ، ترکیې ، قزاقستان او د ازبکستان مشرانو ته مبارکی وویله .
-
نوروز دایران په کلتور کښې پراخ بنسټه دود دی
Mar 21, 2018 01:39ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې د ایران داسلامی جمهوریت دائمی استازی« غلامعلی خوشرو »پرون د« نوروز »د نړیوال جشن په دستورو کښې چې په نیویارک کښې دملګروملتونو په مرکز کښې دنورو دولسو(۱۲) هیوادونو په ګډون سره ترسره شو نوروز دایران په کلتور کښې ترټولو پایدار او پراخ بنسټه سنت او دود وباله او ویې ویل دغه کلتور تل له سولې او دوستۍ سره یوځاې دی .
-
دایران دملت اتحاد دښمانان حیرانه کړی دی
Mar 21, 2018 01:28زمونږ خبریال وایی داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی د ۱۳۹۷ هجری لمریز کال د پیلیدا په مناسبت په یوه (۱)پیغام کښې ۱۳۹۶ هجری لمریز کال دایران د اسلامی جمهوریت دبدغواړو له هڅو او غوښتنې سره سره په بیلابیلو ډګرونو کښې دایران دملت د بریالیتوب کال وباله او ډاګینه یې کړه دایران دملت اتحاد ټولو دښمانان حیرانه کیدا ته مجبوره کړل او زمونږ دملت په لوړتوب یې اعتراف وکړ .
-
د رهبرۍ سترمقام ۱۳۹۷ لمریز کال، د «ایرانیو سامانونو د ملاتړ» کال وباله
Mar 21, 2018 01:12د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ۱۳۹۷ هجری لمریز کال د پیلیدو په مناسبت، ټولو وطنوالو او ایرانیانو په تیره بیا د شهیدانو کورنیو، سرښندونکو، ځوانانو، او زلمکیانو ته چې د هیواد هیلې او د علمی حرکت مخ کښان دی د مبارکۍ په وړاندې کولو، او د یو خوښ او خوږ نوروز او له خیر او برکته ډک کال په هیلې سره، نوی کال د « ایرانیو سامانونو د ملاتړ» کال ونوماوه.
-
دنوروز نیکمرغه اختر او ایرانۍ لیدتوګه
Mar 18, 2018 07:28یا مقلب القلوب و الابصار، یا مدبر اللیل و النهار، یا محول الحول و الاحوال، حول حالنا الا أحسن الحال