-
دریادار ایراني: د شهیدانو په هماغه روحیه له ایران څخه دفاع کوو
Aug 31, 2026 05:08پارس ټوډی – د ایران د پوځ د سمندري ځواکونو قوماندان امیر دریادار شهرام ایراني وايي، د دغه هېواد سمندري ځواک ژوندی، فعال او پیاوړی دی او پرسونل یې د شهیدانو په هماغه روحیه خپلو ماموریتونو ته دوام ورکوي او د ایران د دفاع او د خلکو د امنیت د ساتنې لپاره له هېڅ هڅې ډډه نه کوي.
-
د ملګروملتونو د عربو ډلې هیوادونه: سیمه ئیزه سوله د اسرائیلو د نیواک له ختمولو سره تړلې ده
Aug 27, 2026 05:02ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د عربو هیوادونو ډلې وویل: عادلانه، جامع او پایداره سوله به د اسرائیلو د نیواکګرۍ له ختمیدا پرته محققه نشي.
-
صهیونیستي رژیم په سیمه کې د امنیت پر ضد ترټولو لوی ګواښ دی
Aug 10, 2026 14:01پارس ټوډې- د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: صهیونیستي رژیم د سیمې د هېوادونو د ثبات، امنیت او همکارۍ پر وړاندې تر ټولو لوی ګواښ دی.
-
تفسیر : د سیمې د امنیت راتلونکی؛ ولې د سیمې د هېوادونو چورلیزتوب یوه اړتیا ده؟
Aug 07, 2026 12:26د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي، د اردن په پلازمېنه امان کې د قدس د ملاتړ لپاره د عربي او اسلامي وزیرانو د غونډې په څنډه کې، د سیمې د امنیت د راتلونکي لپاره د یوه ګډ عربي لرلید پر جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د سیمې هېوادونه باید د هر ډول راتلونکي امنیتي ترتیباتو په طرحه کې اصلي رول پر غاړه ولري.
-
پزشکیان: موږ د خبرو اترو په بهیر کې د فلسطیني مشرانو له هرې پرېکړې ملاتړ کوو
Aug 06, 2026 06:04د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان، د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د سیاسي دفتر له مشر خلیل الحیه سره په ټیلیفوني اړیکه کې، د فلسطیني ډلو ترمنځ د همغږۍ په برخه کې د هغه رول او مدیریت وستایه او ویې ویل: د ایران اسلامي جمهوریت به د فلسطیني مشرانو له هر تدبیر، نوښت او پرېکړې چې د مذاکراتو په بهیر کې یې نیسي، ملاتړ وکړي.
-
د لبنان په جنوب باندې د صهیونیسټ رژیم د توپونو او د الوتکو بریدونه دوام لري
Aug 06, 2026 10:13پارس ټوډې- خبري سرچینو د لبنان په جنوب کښې په المنصوري او برج الشمالي ښارګیو او نورو سیمو باندې د صهیونیسټ رژيم د توپونو او د جنګي الوتکو د حملو خبر ورکړ.
-
ایران د امریکا اوصهیونیستي رژیم پروړاندې په مقابلې کې بریالی شوی
Aug 05, 2026 04:55پارس ټوډې – د لبنان د حزبالله عمومي منشي، د امریکا او صهیونیستي رژیم هغو هڅو ته په اشارې سره چې غوښتل ئې په سیمې کې د خپلو پلانونو د عملي کولو پر وړاندې خنډونه له مینځه یوسي، او دې ته په کتو چې خپلو موخو ته ونه رسېدل، ټینګار وکړ ،ایران د امریکا او صهیونیسټي رژیم پر وړاندې په مقابلې کې بریالی شوی دی.
-
بقايي: که د امریکا شرارت دوام وکړي، د هرمز تنګي په وضعیت کې به کوم بدلون رانه شي
Aug 03, 2026 13:46پارس ټوډی – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، له امریکا سره اوس هېڅ ډول مذاکرات نه لري او له عمان سره خبرې د هرمز له تنګي څخه د بېړیو د خوندي تګ راتګ په اړه دي.
-
ایران کښې د حماس غورځنګ استازی: هیڅکله خپلې وسلې دښمن ته نه ورسپارو
Jul 31, 2026 13:01پارس ټوډې -په ایران کښې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس استازي «خالد قدومي» د مقاومت د لارې په دوام باندې ټینګار سره وویل:هیڅکله خپلې وسلې دښمن ته نه ورسپارو.
-
د یمن د انصارالله مشر: آل سعود په خپل بشپړ ځواک سره د صهیونیستانو دفاع کوي
Jul 31, 2026 07:19پارس تودی – د یمن د انصارالله مشر ټینګار وکړ چې د عربو ډېری اجیر حاکمان د صهیونیستي رژیم خدمت کوي.