-
قضاييه قوه، د نظام د نورو برخو د حرکت لپاره بېساری ځایګی لري
Jun 28, 2026 17:38پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب رهبر د ایران د قضاييه قوې د اونۍ په مناسبت په خپل پیغام کې لیکلي دي: قضاييه قوه، د چارو د بهیر د اصلاح او د نظام د نورو برخو د حرکت لپاره یو کمساری، بلکې بېبدیله ځایګی لري، چې دا کار د همدې قوې په دننه کې د اصلاح او بیارغونې د بهیر د دوام غوښتنه هم کوي.
-
د ایران او افغانستان د څو والیانو ګډه ناسته به په نږدې راتلونکې کې په جلال اباد کې جوړه شي
Jun 25, 2026 07:53د افغانستان د څلورو ختیځو ولایتونو او د ایران د جنوبي او رضوي خراسان د والیانو ګډه ناسته به په نږدې راتلونکې کې په جلال اباد کې جوړه شي.
-
په نیواکي سیمو کې د معکوسې کډوالۍ د زیاتېدو په اړه د تلابیب اندېښنه
Jun 25, 2026 07:40پارس ټوډې – یوه اسرائیلي څېړنیز مرکز خبر ورکړی چې په نیواکي سیمو کې د معکوسې کډوالۍ کچه په بېساري ډول لوړه شوې او تلابیب له دې وضعیت څخه اندېښنه لري.
-
د لبنان په جنوب کې سختې نښتې / د مقاومت ځواکونو د اسرائیلي پوځ د پرمختګ مخه ونیوله
Jun 19, 2026 06:36د لبنان رسنیو د دې هېواد په جنوبي سیمو کې د سختو نښتو خبر ورکړی دی. د دغو راپورونو له مخې، د مقاومت ځواکونو صهیونیسټي دښمن ته درانه تلفات اړولي دي.
-
اوچا: افغانستان لا هم په نړۍ کې د میندو د مړینې لوړه کچه لري
Jun 19, 2026 06:26د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د میندو د مړینې لوړه کچه لري.
-
د ایران او امریکا له هوکړې وروسته د اسرائیلو د مالي بازار سقوط / ۴۲ میلیارده ډالر له منځه ولاړل
Jun 19, 2026 06:09پارس ټوډې – د امریکا او ایران له هوکړې وروسته د تلابیب مالي بازار د پراخ پلور او د ارزښت د سخت کمښت له څپې سره مخ شو.
-
پزشکیان د قطر له امیر سره په خبرو کې: د اسلامآباد هوکړهلیک د سیمې د سولې او ثبات لپاره یو فرصت دی
Jun 19, 2026 05:52پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د قطر له امیر سره په ټلفوني خبرو کې، د تاوتریخوالي د کمولو او هغو ډیپلوماټیکو بهیرونو د اسانتیا په برخه کې د دوحې له رغنده رول څخه مننه وکړه چې د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیلو د جګړې د پایته رسېدو هوکړې ته یې لار هواره کړه.
-
د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام؛ انګلستان او غنا بریالي شول، پرتګال له کانګو سره مساوي شو
Jun 18, 2026 12:39پارس ټوډې- د انګلستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام په خپله لومړۍ لوبه کې کروشیا ته ماتې ورکړه.
-
د پاکستان لومړی وزیر: د اسلامآباد تاریخي تفاهم د ایران او امریکا ترمنځ نافذ شو
Jun 18, 2026 12:26پارس ټوډې- د پاکستان لومړي وزیر په یوه پیغام کې ټینګار وکړ چې د ایران او امریکا ترمنځ د اسلامآباد تاریخي تفاهم د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په لاسلیک سره نافذ شوی دی.
-
قالیباف: ایران او چین به د سیمې د نویو لورو محور وي
Jun 18, 2026 12:04پارس ټوډې- د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت او چین د سیمې د نویو لورو اصلي محورونه دي.