-
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری: غزه د ۲۰۲۶ کال تر اپریل پورې د بشپړې قحطۍ په درشل کې ده
Dec 23, 2025 05:40پارس ټوډې – د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئیس اعلان وکړ چې په غزې کې د خوړو د خوندیتوب وضعیت په خطرناکه توګه مخ په خرابېدو دی او سلګونه زره کسان، په ځانګړي ډول ماشومان او ښځې، د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.
-
صهیونیسټي رژیم په غزه کې ۸۷۵ وارې له اوربنده سرغړونه کړې
Dec 23, 2025 05:08د غزې مطبوعاتي دفتر ویلي چې اسرائیلي رژیم ۸۷۵ وارې د اوربند تړون مات کړی دی.
-
عبري رسنۍ: د پوځ لپاره د احتیاطي ځواکونو رابللو، د اسرائیلو پوهنتونونه تش کړي دي
Dec 22, 2025 13:56پارس ټوډې – صهیونیسټي رسنیو راپور ورکړی چې د پوځ لپاره د احتیاطي ځواکونو پراخ رابلل، د اسرائیلو د ځینو پوهنځیو د تړل کېدو لامل شوی دی.
-
نړۍ باید په پریکنده توګه د اسرائیلو لخوا د نسل کشۍ د بندولو او د قربانیانو د کرامت لپاره اقدام وکړي
Dec 10, 2025 05:02پارس ټوډې - په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي او سفیر «امیر سعید ایرواني» په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د نسل له مینځه وړل په چوپتیا سره نشو پاکولای وویل دنیا باید په پریکنده توګه، په ډله ئیزو ډول او سمدستي د اسرائیلو لخوا د نسل کشۍ د جنایت د ختمولو او د قربانیانو د کرامت ساتلو لپاره اقدام وکړي.
-
په غزه کې د شهیدانو شمېر ۷۰ زره او ۳۵۴ ته ورسېد
Dec 07, 2025 05:58پارس ټوډې – د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۶ شهیدان او ۱۵ ټپیان د غزې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
-
امریکایي افشاګر: د شیرین ابوعاقله وژنه قصدي وه
Dec 02, 2025 12:04پارس ټوډې - امریکایي افشاګر د اسرائیلي پوځ له خوا د شیرین ابوعاقله وژنې په پټولو کې د بایډن ادارې له رول څخه پرده پورته کړه.
-
په غزې تړانګه کښې د درملو سخت کمښت روان دی
Dec 02, 2025 11:39ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د غزې تړانګې د روغتیا وزارت سیکرټر «منیر البرش»په یو لړ څرګندونو کښې وویل دغه سیمه د درملو له غمیزې سره مخامخ ده ځکه چې په دغه سیمه کښې څلورپنځوس فیصده اساسي درمل نشته او په دې سربیره په غزې کښې څلویښت فیصده بیړني درمل ختم شوي دي او یواویا فیصده طبي تجهیزات هم ختم شوي دي.
-
اردوغان: د فلسطیني ښځو او ماشومانو پر ضد د اسرائیلو وحشیانه کړنې بېځوابه پاتې دي
Nov 26, 2025 12:22پارس ټوډې – د ترکیې ولسمشر په غزې کې د اسرائيلي رژيم پر تاوتریخوالي سختې نیوکې وکړې او څرګنده یې کړه چې د فلسطیني ښځو او ماشومانو پر ضد د نسل وژونکي اسرائیلي رژيم جنایتونه د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې بېځوابه پاتې شوي دي.
-
په غزه کې د جوړښتي لوږې په اړه د آنروا خبرداری
Nov 25, 2025 14:32پارس ټوډې - د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو او کار ادارې (آنروا) د مالي سرچینو سخت کموالي او د اسرائیلو د پراخو محدودیتونو په یادولو سره، په غزې کې د لوږې زیاتېدو، د ژوندي پاتې کېدو خدماتو درېدو او د ملیونونو کډوالو د ژوند ګواښ په اړه خبرداری ورکړ.
-
ولې په غزې کښې اوربند هماغه راز ماتیدونکی دی؟
Nov 23, 2025 13:33د بې سرحده ډاکټرانو د نړیوالې موسسې د بیړنیو چارو غږملونکي «فرانتس لوف» ټینګار وکړ په غزې کښې اوربند ډیر ماتیدونکی دی په دې ډول چې د دغه سیمې د وسیدونکو کړاونه هماغه راز دوام لري او ګڼ شمیر فلسطینیان د اسرائیلو رژيم لخوا د دغه موافقې د ډیرو خلاف ورزیو په دلیل وژل شوي دي.