-
ایرلینډ افغانستان سره لوبو ته امنیتي تدابیر نیسي
Aug 02, 2026 13:09د ایرلنډ د کرکټ ادارې اعلان کړی چې د افغانستان له ملي لوبډلې سره د پنځو یو ورځنیو سیالیو د ترسره کولو لپاره به د پولیسو او سیمهییزو ادارو په همکارۍ پراخ امنیتي تدابیر ونیسي.
-
اوچا: په افغانستان کې د تغذیې بحران په ناوړه کېدو دی
Jul 31, 2026 07:24د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د تغذیې بحران په خرابېدو دی.
-
مرتضوی: په افغانستان کې د مقاومت اصلي مانا د بېلابېلو دورو د اشغال پر ضد مبارزه ده + ویډیو
Jul 30, 2026 17:52په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال، سید حسن مرتضوي، د افغانستان د فوټسال اتلانو د ستاینې په مراسمو کې وویل: «د ایران اسلامي جمهوریت سیاست د افغانستان د امنیت، ثبات، پرمختګ او ودې ملاتړ او د دغه هېواد د خلکو د خپل برخلیک د ټاکلو حق ته بشپړ درناوی دی.
-
افغان پانګوالو ته ځانګړي امتیازات؛ د ۱۰۰ زره ډالرو پانګونې په بدل کې ۵ کاله وړیا ګاز، برېښنا او تیل + بشپړه مرکه
Jul 30, 2026 12:29د افغانستان ملي سوداګر او د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې سوداګریز مرستیال هدایت الله حسینزاده وایي، د ایران د مازندران ولایت د پانګوالو مشر ورته ویلي، که افغانان په ایران کې لږ تر لږه ۱۰۰ زره امریکایي ډالر پانګونه وکړي، د پنځو کلونو لپاره به ورته ګاز، برېښنا او تیل په وړیا ډول ورکړل شي او له یو جریب څخه تر زر جریبه پورې ځمکه به هم ورته ځانګړې شي.
-
کندهار موزیم ودانۍ تر رغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
Jul 29, 2026 12:50افغان چارواکي وایي، په دې موزیم کې شاوخوا لس زره لرغوني او تاریخي اثار خوندي او نندارې ته ایښودل شوي دي.د کندهار موزیم ودانۍ د پنځوس زره ډالرو په لګښت په اساسي ډول رغول شوې ده .
-
افغان طالبانو د پانګهوالو د بېرته ستنېدو لپاره اقتصادي امتیازات اعلان کړل
Jul 29, 2026 05:57د افغانستان د طالبانو حکومت د یو لړ اقتصادي هڅونکو امتیازونو په اعلانولو سره له افغان پانګهوالو غوښتي چې خپلې اقتصادي چارې افغانستان ته منتقل کړي.
-
افغانستان ته د کډوالو د تجارتی مالونو لېږد رسمي تأیید ته اړتیا لري
Jul 28, 2026 14:52د ایران په مشهد کې د افغانستان قونسلګرۍ اعلان کړی چې افغانستان ته د کډوالو د سوداګریزو مالونو لېږد یوازې د اړوندې کمېټې له رسمي تأیید او قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته ممکن دی.
-
د افغانستان په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور دادارې مشر ووژل شو
Jul 28, 2026 14:25د افغانستان د بدخشان ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مشر د فیضآباد ـ بهارک پر سړک د موټرسایکل سپَرو وسلهوالو په برید کې ووژل شو.
-
ننګرهاري تکواندو لوبغاړي له غزني څخه د اتلولیو له ویاړونو سره راستانه شول + غږیز راپور
Jul 28, 2026 06:43جلالاباد – د ننګرهار د المپیک، ورزش او بدني روزنې ریاست وایي، د دغه ولایت تکواندو لوبغاړو په غزني ولایت کې د ولایتونو ترمنځ ترسره شویو سیالیو کې درې مډالونه ګټلي او له بریاوو سره خپل ولایت ته راستانه شوي دي.
-
د هلمند پر سیند د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ستر پل د جوړولو چارې پیل شوې + غږیز راپور
Jul 28, 2026 06:36د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د هلمند پر سیند د یوه ستر پل د جوړولو چارې پیل شوې؛ هغه پروژه چې ځایي چارواکي وایي، د کورني ترانسپورټ ترڅنګ به له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې هم مهمې اسانتیاوې رامنځته کړي.