اوچا: په افغانستان کې د تغذیې بحران په ناوړه کېدو دی
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د تغذیې بحران په خرابېدو دی.
نوموړي بنسټ راپور ورکړی چې د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې ډېرې ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.
د بودیجې کمښت، د تغذیې د مرکزونو تړل کېدل او د توکو او تجهیزاتو د برابرولو په بهیر کې ګډوډي، د تغذیې د بحران د زیاتېدو مهم لاملونه ګڼل کېږي.
اوچا ویلي چې پر شدیدې خوارځواکۍ د اخته هرو اوو ښځو او ماشومانو څخه به یوازې یو کس روان کال د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) تغذیهيي مرستې ترلاسه کړي.
د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د ۵۷۵ زرو هغو ماشومانو د درملنې لپاره چې پر شدیدې خوارځواکۍ اخته او له ګواښ سره مخ دي، د بودیجې له کمښت سره مخ دی.
اوچا زیاته کړې چې د روغتیا نړیوال سازمان هم د شاوخوا ۳۵ زرو هغو ماشومانو د درملنې لپاره چې پر شدیدې خوارځواکۍ او سختو ناروغیو اخته دي، د درملنې کڅوړو او بنسټيزو درملو له کمښت سره مخ دی.