-
که د شریعت له مخې موسیقي حرامه وي، اورېدل یې هم حرام دي
Sep 20, 2024 13:54د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر استازي "حسن کاظمي قمي" هم د ایران د اسلامي جمهوریت ملي سرود ته د سپکاوي په اړه د اسلامي وحدت په کنفرانس کې د افغانستان د استازي له غیر معمول او نه منلو وړ اقدام ته په غبرګون کې، دا ډیپلوماتیکو اصولو ته د درناوي نشتوالی بللی او په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي: که د شریعت له اړخه موسیقي حرامه وي، اورېدل یې هم حرام دي.
-
د افغان نجونو پر زدهکړو د بندیز لرې کولو لپاره مانا داره اقدام نه دی شوی
Sep 20, 2024 13:42د بشري حقونو د څار سازمان وايي، داسې مهال چې دا اونۍ د افغان نجونو پر زدهکړو د بندیز څلورم کال پيل شو، خو تر اوسه نړیوالې ټولنې، حکومتونو او نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د دغه بندیز د لیرې کولو لپاره کوم مانا داره اقدام نه دی ترسره کړی.
-
د ملګرو ملتو سرمنشي د افغانستان په اړه کره معلومات نه لري
Sep 20, 2024 01:05د سرپرست حکومت بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي معلومات ډېر کمزوري دي.
-
سږکال په افغانستان کې ۳۸ زره نورې نجونې ښوونځیو ته له تلو محرومې شوې
Sep 19, 2024 03:34د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې سږکال د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ۳۸ زره نجونو شپږم ټولګی خلاص کړی او نور ښوونځي ته نه شي تلای.
-
هېڅ پلمه نهشي کولای له زدهکړو د افغان نجونو محروميت توجيه کړي
Sep 19, 2024 03:04د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورټر ریچارد بېنیټ وایي، هېڅ پلمه نهشي کولای له زدهکړو او تحصیله د افغان نجونو محرومیت توجیه کړي.
-
افغانستان په لومړي ځل په کریکټ کې سویلي افریقا ته ماتې ورکړه
Sep 19, 2024 02:59د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې سویلي افریقا ته د ۶ وېکټو په توپیر سره ماتې ورکړه.
-
طالبانو په افغانستان کې د فعالو رسنیو احصایې اعلان کړې
Sep 18, 2024 04:11د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال په افغانستان کې د فعالو رسنیو احصایې اعلان کړې.
-
طالبان: په افغانستان کې د پولیو واکسینو د ورکړې بندول حقیقت نه لري
Sep 18, 2024 04:07د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند په ایکس ټولنیزه شبکه کې یو بیان خپور کړی او ویلي یې دي چې د پولیو واکسین د ځنډولو خبر حقیقت نه لري.
-
جرمني او ازبکستان د ماهرو کارګرو د منلو او د افغان کډوالو د ایستلو په اړه هوکړه کړې
Sep 17, 2024 02:48د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز ویلي چې دې هېواد او ازبکستان د ازبکستاني ماهرو کارګرو د منلو او د یو شمېر کډوالو د ایستلو په برخه کې تړون لاسلیک کړی دی.
-
اوس مهال په افغانستان کې د مالګې ۲۵۰ کانونه فعال دي
Sep 17, 2024 02:36د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په غوریان ولسوالۍ کې به د مالګې کان له کېندنې سره، د مالګې په برخه کې په کوردننه اړتیاوې پوره شي.