طالبانو په افغانستان کې د فعالو رسنیو احصایې اعلان کړې
Sep 18, 2024 04:11 Asia/Kabul
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال په افغانستان کې د فعالو رسنیو احصایې اعلان کړې.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال "مهاجر فراهي" وايي: اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۳۷۰ ویډیويي، غږیزې، چاپي او انلاین رسنۍ فعالې دي.
فراهي وويل، "ملي ګټو، شرعي اصولو او افغاني کلتور ته د درناوي" د دريو اصولو پر بنسټ رسنيو ته د فعاليت اجازه ورکوي.
په تېرو ۳ کلونو کې په افغانستان کې یو شمېر رسنیو د محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله خپل فعالیتونه بند کړي دي.
خو طالبان بیا وايي چې د رسنیو د فعالیت یواځینی محدودیت د افغانستان ملي ګټې او فرهنګ دی او د دې شرایطو په نظر کې نیولو سره به رسنۍ د فعالیت لپاره پوره ازادي ولري.
ټیګونه