-
لږترلږه شپږو تنو ته په ننګرهار ولایت کې دلفظي شخړې له امله مرګ ژوبله واوښته
Mar 16, 2024 10:44چارواکی وایي شخړه دزمکې ملکیت پر سر د دوه کورنیو تر منځ راپورته شوې وه
-
د حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې د علماوو یو لس کسيز پلاوی ازبکستان ته ولاړ
Mar 16, 2024 10:36د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دې وزارت د سرپرست وزیر مولوي نورمحمد ثاقب تر مشرۍ لاندې د علماوو لس کسیز لوړ رتبه پلاوی ازبکستان ته روان شوی دی.
-
په ننګرهار کې د ځمکې پر سر نښته کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي
Mar 16, 2024 08:36د ننګرهار سیمهایزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ځمکې پر سر د دوو کورنیو تر منځ په وسلهواله نښته کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
-
۳۶ سلنه افغانان د خوراکي خوندیتوب له اړخه اندېښنه لري
Mar 16, 2024 07:57د ملګروملتونو د کرنې او خوړو اداره وايي چې د افغانستان د ۳۶ سلنه وګړو د غذایي خوندیتوب له پلوه اندېښنه لري.
-
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت تمدید کړ
Mar 16, 2024 07:48د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کب پر ۲۵مه په یو پریکړه لیک کې د یو بل کال لپاره هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) ماموریت تمدید کړ.
-
په افغانستان کې پر رسنیو او ښځینه خبریالانو محدودیتونو زیات شوي
Mar 15, 2024 10:28د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر رسنیو او خبریالانو باندې د محدودیتونو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او ویلي چې رسنیو ته د طالبانو په لارښوونو کې په ځانګړې ډول ښځینه خبریالانې په نښه شوي دي.
-
هغه افغانان چې له هېواده بهر په زده کړو بوخت دي؛ زموږ ملي پانګه ده
Mar 15, 2024 09:59د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور، په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر او د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي سره وکتل.
-
په کندوز کې له یوه ځوانه سر پرې شوی او په فاریاب کې هم یو بل کس وژل شوی
Mar 15, 2024 09:49سرچینو پنجشنبه د کب پر ۲۴مه ویلي چې درې ورځې وړاندې د دغه ځوان مړی د افغانستان د کندوز ښار د درېیمې ناحیې په اړوند سیمه کې د نوموړي کور خواته موندل شوی دی. دا ځوان عصمتالله نومېده او تازه له ایرانه راستون شوی وو او په کندوز ښار کې یې «زرنج» چلولو.
-
د افغانانو لپاره دې د کډوالۍ ویزو شمېر زیات شي
Mar 15, 2024 09:21د امریکا ۱۲ جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتو سناتورانو د کانګرس له لوړ پوړو چارواکو غوښتي، چې د هغو افغانانو لپاره دې د کډوالۍ ویزو شمېر زیات کړي، چې د امریکا له دولت سره یې کار کړی دی.
-
د تورخم لویه لار د کینسر ناروغانو پرمخ پرانیستل شوه
Mar 14, 2024 12:22د افغانستان د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د تورخم لویه لار چې څلور ورځې وړاندې د ویزه نه درلودونکو پرمخ د پاکستان له لورې تړل شوې وه، نن یو خل بیا د کینسر ناروغانو پرمخ پرانیستل شوه.