د تورخم لویه لار د کینسر ناروغانو پرمخ پرانیستل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i147678-د_تورخم_لویه_لار_د_کینسر_ناروغانو_پرمخ_پرانیستل_شوه
د افغانستان د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د تورخم لویه لار چې څلور ورځې وړاندې د ویزه نه درلودونکو پرمخ د پاکستان له لورې تړل شوې وه، نن یو خل بیا د کینسر ناروغانو پرمخ پرانیستل شوه.
(last modified 2024-03-14T07:53:13+00:00 )
Mar 14, 2024 12:22 Asia/Kabul
  • د تورخم لویه لار د کینسر ناروغانو پرمخ پرانیستل شوه

د افغانستان د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د تورخم لویه لار چې څلور ورځې وړاندې د ویزه نه درلودونکو پرمخ د پاکستان له لورې تړل شوې وه، نن یو خل بیا د کینسر ناروغانو پرمخ پرانیستل شوه.

د دغه چارواکو د خبرتیا له مخې، هغه کسان، چې د کینسر شپږ میاشتني کارتونه یې تورخم کې جمع کړي وي، عاجل دې تورخم ته مراجعه وکړي، ترڅو پرته له ویزې ورته کوزې پښتونخواه ته د درملنې په موخه د تللو اجازه ورکړل شي.

د یادونې وړده چې تر دې وړاندې هم د تورخم لویه لار د بېلا بېلو لاملونو له امله دواړو خواو له لورې تړل شوې وه.