په افغانستان کې د امام حسین(ع) د اربعین ولولناکې دستورې ترسره شوې
د مراسمو ویناوالو د عاشورا د غورځنګ پر تلپاتې پیغامونو په ټینګار سره وویل، د حضرت امام حسین(ع) قیام د عدالتغوښتنې، آزادۍ، د ظلم پر وړاندې د مبارزې او د دیني او انساني ارزښتونو د بیا راژوندي کولو ستر سمبول دی.
زمونږخبریال د د افغان غږ (آوا) خبري اژانس له قوله راپور راکړ، د حضرت امام حسین(ع) د اربعین د لمانځنې مراسم د یو شمېر دیني عالمانو، د طالبانو د حکومتی چارواکو ،د سیمهییزو مسئولانو او د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د اهلبیت(ع) د زرګونو مینهوالو، ښځو او نارینهوو، په ګډون د سرپل ولایت د امامزاده یحیی(ع) په زیارت کې ترسره شول.
د مراسمو ویناوالو د عاشورا د غورځنګ پر تلپاتې پیغامونو په ټینګار سره وویل، د حضرت امام حسین(ع) قیام د عدالتغوښتنې، آزادۍ، د ظلم پر وړاندې د مبارزې او د دیني او انساني ارزښتونو د بیا راژوندي کولو ستر سمبول دی.
مولوي غلاممحمد نظر، چې د سرپل ولایت د شیعه علماؤ د شورا مرستیال دی، په خپلو څرګندونو کې وویل:حضرت امام حسین(ع) د ازادۍ د دفاع، د فساد پر ضد د مبارزې او د انساني ارزښتونو د ژوندي ساتلو لپاره خپل ژوند د خداي تعالی په لاره کې قربان کړ.
هغه زیاته کړه، د امام حسین(ع) پیروان د حسيني اربعین په لمانځلو سره د سیدالشهدا(ع) د لارې او آرمانونو پر دوام خپل ټینګار کوي او د دغه ستر پاڅون پیغام د توحید، عدالت اجرا کیدا او د ظلم او بېعدالتۍ پر وړاندې مبارزه بولي.
په عین حال کې، مولوي سیدمحمد سلطاني، چې د کندهار ولایت د شیعه علماؤ د شورا غړی دی، د مسلمانانو په منځ کې د حضرت امام حسین(ع) لوړ مقام ته په اشارې وویل، له اهلبیت (ع) سره د خلکو مینه د تاریخ په اوږدو کې بېسارې وه، او دا مینه د ایمان او اسلامي ښوونو ژورې ریښې لري.
هغه همدارنګه ځوانان وهڅول چې د امام حسین(ع) د آرمانونو په تعقیب کې خپل مقام او مسئولیت په سمه توګه وپېژني او ټینګار ئې وکړ چې د ټولنې نېکمرغي د اسلامي ارزښتونو او د اهلبیت (ع) د سیرت په عملي کولو پورې تړلې ده.
د دغو مراسمو په څنډې کې، له ۵۰ څخه زیات ولسي موکبونه د ایثار، اخلاص او کرامت په روحيې سره، شپه او ورځ د امامزاده یحیی(ع) د زیارت زائرانو ته په مېلمهپالنې او خدمت بوخت وو، او د مراسمو په ځای کې ئې ځانګړې معنوي فضا رامنځته کړې وه.