د عربستان جنګی الوتکو د یمن پلازمینه صنعا بمباری کړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i176092-د_عربستان_جنګی_الوتکو_د_یمن_پلازمینه_صنعا_بمباری_کړ
پارس ټوډې-  خبرو سرچینو  د یمن په پلازمینې صنعا باندې د عربستان د جنګی الوتکو د حملې او  د څو  زورورو چاودنو  راپور ورکړی.
(last modified 2026-08-05T04:58:43+00:00 )
Aug 05, 2026 09:25 Asia/Kabul
  • د عربستان جنګی الوتکو د یمن پلازمینه صنعا بمباری کړ

پارس ټوډې-  خبرو سرچینو  د یمن په پلازمینې صنعا باندې د عربستان د جنګی الوتکو د حملې او  د څو  زورورو چاودنو  راپور ورکړی.

پارس ټوډې راپور ورکوي،  خبری سرچینو په همداوروستیو کې راپور ورکړی، چې  د یمن پلازمینه صنعا ښار څو زورورو چاودنو ولړزاوه، البته د احتمالي مرګ ژوبلو او تاوانونو په باب ئې کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.

د یمن  نټ  انټرنیټی سایټ  هم په لنډ خبر کې وئیلي دي ، چې د صنعا پر فضا د عربستان د جنګي الوتکو  له الوت سره په یووخت ، په صنعا کې زورورې چاودنې شوي چې تر  ډیرلیرې پورې ئې غږونه  اوریدل شوي دي.

 همداراز ځينو عربو سرچینو  نن سهار وختي په دوبئ کې په جبل علی بندر او صنعتي سیمې کې د څو چاودنو د آوریدو خبر هم ورکړی دی.

دعراق  الخبار چینل  هم  د جبل علی پر صنعتي سیمې  د توغندوي حملې خبر ورکړی او وئیلي ئې دي چې دغه توغندي له یمن څخه توغول شوي دي.

د خبر ترمخابیره کیدا پورې ددغو  چاودنو د ماهیّت ، علت او  د احتمالی مرګز ژوبلو په باب څه نه دي وئیل شوي .