حجتالاسلام قاضي عسکر؛د مقاومت زور، دښمن شاتګ ته اړ باسي
-
د حضرت عبدالعظیم حسني (ع) د سپېڅلي زیارت متولي حجتالاسلام قاضي عسکر
پارس ټوډې – د تهران ښار په جنوب، ری ښار کې د حضرت عبدالعظیم حسني (ع) د سپېڅلي زیارت متولي وویل، د حسینی اربعین لومړنی پیغام د مستکبرانو اوسرزورو پر وړاندې مقاومت دی، او له عاشورا تر اربعین پورې تجروبه، او همدارنګه د اوسني بدلونونه، دا ثابتوي چې مقاومت نتیجه ورکوي او دښمن له خپلې ظاهري او دروغجنې زبرځواکئ ټيټوي
د پارس ټوډې د راپور له مخې، حجتالاسلام والمسلمین سیدعلي قاضي عسکرپرون د حسینی اربعین د پاتې شویو میلیوني زیارتوالو د ستر پلي لاریون په پاي کې په غونډې کې، چې د حضرت عبدالعظیم حسني (ع) په سپېڅلي زیارت کې جوړه شوې وه، د خلکو د پراخ ګډون ستاینه وکړه او وې ویل:د سږ کال ګډون د تېرو کلونو په پرتله د پرتله کولو وړ نه دی، او دا ستر شتون د اهلبیتو (ع) او د اربعین له کلتور سره د خلکو د مینې ښکاره نښه ده.
هغه د اربعین د زیارت د پیغامونو په اړه وویل:د حسینی اربعین لومړنی پیغام دا دی چې له مستکبرانو سره د مقابلې یوازینۍ لار مقاومت دی، او دا مقاومت په پای کې بریا ته رسېږي. نن سبا هم د ایران ملت د عاشورا له همدې فرهنګ څخه په الهام اخیستو سره ، د ګواښونو پر وړاندې شاتګ نه دی کړی او ټینګ ولاړ دی، او همده ټینګښت د دې لامل شوی چې دښمنان خپلو موخو ته ونه رسېږي.»
قاضي عسکر زیاته کړه چې د ملتونو ویښتا به یوازې په ایران پورې محدوده نه ده، او نن سبا په بېلابېلو هېوادونو کې هم ملتونه د امریکا او صهیونیستي رژیم د سیاستونو په اړه بیدار شوي دي، او په عراق، لبنان، یمن او نورو هېوادونو کې د مقاومت جبهه د همدې ویښتیا نښې څرګندوي.
هغه د «بیانونکي جهاد » پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته ئې کړه:ټول هغه کسان چې وړتیا لري، باید د انټرنیټي او مجازي فضا او رسنیو له ظرفیت څخه د دښمن د جنایتونو د ایشوا کولو او د عامه افکارو د روښانولو لپاره کار واخلي، ځکه چې د سترو قدرتونو د زورواکۍ پړاؤ د پای په لور روان دی.