-
ملګرو ملتو له ۶ میلیونه افغانانو سره نغدې مرستې کړې دي
Feb 03, 2024 08:52ډبلیو ایف پي وايي چې تېر کال څه دپاسه شپږ ميليونو کسانو نغدي مرستې ترلاسه کړې دي.
-
میدان وردګو کې د ټرافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان دي
Feb 03, 2024 01:39د افغانستان د میدان وردګو ولایت د امنیې قوماندانۍ مسئولانو په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه ولایت اړوند د کابل-کندهار پر لویې لارې ټرافیکي پېښه شوې، چې له امله یې درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
-
په کابل کې د ځمکې لاندې د یوه مارکېټ جوړولو چارې پيل شوې
Feb 03, 2024 01:28کابل ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې اړوند له سپاهي ګمنام څلور لارې څخه تر پل خشتي پورې د ځمکې لاندې د یوه مارکیټ جوړولو چارې پيل کړې.
-
د افغانستان په ننګرهار کې کابو لس زره میرمنې دلاسي صنایعو پر تولید بوختې دي
Feb 02, 2024 12:02د افغانستان د ننګرهار ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست چارواکي وایي ددغو میرمنو تولیداتو دپلور لپاره د بازارموندلو او دهغوې وړتیاو لوړولو په لټه کې دي
-
په افغانستان کې هېڅ وسله واله ډله پټنځایونه نه لري او دا د نړیوالو بې ځایه تبلیغات دي
Feb 02, 2024 02:23د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د امنیت شورا وروستی راپور ردوي او وايي، طالبان په ټول افغانستان کې بشپړ واک لري او په دې هېواد کې د هېڅ ترهګرې ډلې پتنځایونه شتون نه لري، دا د نړیوالو بېځایه تبلیغات دي.
-
تراوسه له پاکستان څخه تر ۵۰۰ زرو ډېر افغان کډوال ایستل شوي
Feb 02, 2024 02:02د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې له پاکستان څخه په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو پنځه میاشتې پوره شوې، چې په دې موده کې تر پنځه سوو زرو ډېر افغان کډوال له دغه هېواد څخه ایستل شوي دي.
-
د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر د ازبکستان د استخباراتو له مشر سره لیدلي
Feb 01, 2024 13:04د افغانستان د طالبانو د دفاع وزیر او د ازبکستان د استخباراتو د مشر په کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا، د افغانستان او ازبکستان تر منځ ټرانزیټي اقتصادي ملګرتیاوو او په سرحدي مسایلو خبري شوي.
-
یوې چینايي کمپنۍ افغانستان کې د برېښنا، سمنټو فابریکې جوړولو او تیلو پروسس په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې
Feb 01, 2024 12:28د یوه چینايي شرکت چارواکي، د افغانستان د سرپرست حکومت، د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر سره په کتنه کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید، د سمنټو د فابریکې په جوړولو او د پنځه زره ټنه تېلو د کلني پروسس په برخه کې پانګونې ته چمتوالی ښودلی.
-
چین له راستانه شویو افغان کډوالو سره سل میلیونه یوان مرسته کوي
Feb 01, 2024 12:13په افغانستان کې د چین سفیر ژاوشینګ په کابل کې د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد به یې له را ستانه شویو افغان کډوالو سره د حمایت په توګه سل میلیونه یوان مرسته وکړي.
-
د افغانستان طالبان او القاعده ډله د ټي ټي پي ملاتړ کوي
Feb 01, 2024 11:02زمونږ خبریال راپور راکړی « تحریک طالبان پاکستان» ترهګره ډله د افغانستان په طالبانو سربیره په پاکستان کښې د حملو د ترسره کولو لپاره د القاعده او د نورو وسله والو ډلو لخوا زیاتې مرستې ترلاسه کوي.