ملګرو ملتو له ۶ میلیونه افغانانو سره نغدې مرستې کړې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i145674-ملګرو_ملتو_له_۶_میلیونه_افغانانو_سره_نغدې_مرستې_کړې_دي
ډبلیو ایف پي وايي چې تېر کال څه دپاسه شپږ ميليونو کسانو نغدي مرستې ترلاسه کړې دي.
(last modified 2024-02-03T04:27:59+00:00 )
Feb 03, 2024 08:52 Asia/Kabul
  • ملګرو ملتو له ۶ میلیونه افغانانو سره نغدې مرستې کړې دي

ډبلیو ایف پي وايي چې تېر کال څه دپاسه شپږ ميليونو کسانو نغدي مرستې ترلاسه کړې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان وکړ چې په افغانستان کې د خلکو د پېرنې د توان او د ځايي اقتصاد د پیاوړتیا په موخه له ۶ میلیونو وګړو سره د نغدو پیسو مرسته شوې ده.

ډبلیو ایف پي وايي چې تېر کال څه دپاسه شپږ ميليونو کسانو نغدي مرستې ترلاسه کړې دي.

د خوړو د نړيوال پروګرام د معلوماتو له مخې، دغه نغدې مرستې د جرمني، آسټریليا او ناروې په ګډون د مرستندويه هېوادونو له خوا شوې دي.

ډبلیو ایف پي په ایکس کې لیکلي چې نغدي مرستې د خلکو د پېرودلو ځواک او سیمه ییز اقتصاد پیاوړی کوي.

افغانستان نن سبا له انساني کړکیچ سره مخامخ دی او څه باندې ۲۳میلیونه خلک یې مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتو سازمان په روان ۲۰۲۴ کال کښې په افغانستان کښې د مرستو لپاره د درې میلیارډ ډالرو غوښتنه کړې ده.