-
طالبانو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی جزیات دلته لرو
Jan 20, 2024 10:44د طالبانو سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې افغانستان یو ټول شموله او حساب ورکوونکی حکومت لري.
-
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له سرپرست سره د غریب آبادی کتنه
Jan 20, 2024 09:45د ایران د اسلامي جمهوریت د بشري حقوقو د کمیټې منشي او د قضایي قوې د نړیوالو چارو مرستیال د یوه پلاوی په مشری افغانستان ته تللی دی چي د دې هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سره، خبرې اترې وکړي.
-
افغانستان کښې د صلحې او ثبات حل لاره په سیمه ایز نوښت کښې ده
Jan 20, 2024 09:25په افغانستان کښې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر په یو رپورټ کښې پاکستان ته د خپل سفر د اهدافو یو رپورټ وړاندې کړ.
-
د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو دوه خبریالان نیولي
Jan 20, 2024 02:24د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې د دغه هېواد سرپرست حکومت د استخباراتو له لورې دوه خبریالان نیول شوي.
-
د تورخم د تړل کېدو له امله افغان سوداګرو ته د ورځې سل زره ډالره زیان اوښتی دی
Jan 19, 2024 10:46د پاکستاني چارواکو د نوې تګلارې له مخې د تورخم له پولې تېرېدل یوازې په ویزه او پاسپورټ سره ممکن دي او هغه موټر چلوونکي چې ویزه یا پاسپورټ نه لري له پولې تېرېدلای نه شي.
-
په لغمان کې د والیبال پر سر د شخړي له امله ۴ تنه وژل شوي
Jan 19, 2024 01:44د افغانستان د لغمان ولایت په یوه کلي کې تېره چهارشنبه د مرغومي په ۲۷مه د والیبال په سیالۍ کې د دوو خواوو ترمنځ په شخړه کې ۴ تنه وژل شوي دي.
-
د افغانستان د اوسني اقتصادي وضعیت دوام د تدریجي مرګ په معنا دی
Jan 19, 2024 01:22د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني په دې هېواد کې بې وزلي او د حل لارې په اړه په غږیز پوډکاسټ پروګرام کې ویلي، چې د افغانستان د نفوس نیمه برخه په مطلقې بې وزلۍ کې ژوند کوي او د خلکو درېیمه برخه د یوې یا دوه ډوډیو د اخیستو توان نه لري.
-
په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان اقتصاد ۲۷ سلنه کم شوی
Jan 19, 2024 01:10د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام چارواکي وایي، چې افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، له جدي اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دی.
-
بامیانو ولایت کښې یوه ښوونځي کار پیل کړی دی تفصیل په ګډه اورو
Jan 18, 2024 11:17زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په باميانو ولايت کې دنږدې (۴۰۰۰۰۰) ډالرو په ارزښت د یوه ښونځي ودانۍ ګټي اخیستنی ته وسپارل شوه.
-
فلسطین کښې د بې ګناه مسلمانانو نسل وژنه روانه ده نور جزیات دلته لرو
Jan 18, 2024 09:43زمونږ خبریال راپور راکړی له حماس سره د اسراییلو تر درې میاشتنۍ جګړې وروسته د طالبانو مشر «ملا هیبت الله اخندزاده» ویلي، سره له دې چې لویدیځ د بشري حقونو د برابرولو ادعا کوي په فلسطین کې د مسلمانانو "نسل وژنه" روانه ده.