د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو دوه خبریالان نیولي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i145002-د_افغانستان_د_خبریالانو_مرکز_طالبانو_دوه_خبریالان_نیولي
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې د دغه هېواد سرپرست حکومت د استخباراتو له لورې دوه خبریالان نیول شوي.
(last modified 2024-01-19T22:00:10+00:00 )
Jan 20, 2024 02:24 Asia/Kabul
  • د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو دوه خبریالان نیولي

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې د دغه هېواد سرپرست حکومت د استخباراتو له لورې دوه خبریالان نیول شوي.

دغه مرکز پخپلې ویب پآنه کې د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، نیول شوي خبریالان احمد جواد رسولي او عبدالحق حمیدي نومیږي چې تېره ورځ د طالبانو د استخباراتو له لورې نیول شوي دي.

دوی ویلي، نیول شوي خبریالانو څخه یې د ګردش اطلاعاتي اژانس د امتیاز څښتن احمد جواد رسولي او د همدغه اژانس مسؤل مدیر عبدالحق حمیدي دي.

دوی د یادو خبریالانو پر نیول کېدو د خواشینۍ څرګندولو سربېره، د دوی د سمدستي خوشي کېدو غوښتنه کړې.

دا آژانس د روان کال د چنګاښ میاشتې په لومړیو کې په کابل کې جوړ شو او فعالیت یې پیل کړ.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.