-
له پاکستانه د ایستل شویو افغان زده کوونکو نوم لیکنه پيل شوه
Jan 06, 2024 13:15د ننګرهار ولایت د ښوونې او روزنې د ریاست مسئولانو په حکومتي ښوونځیو کښې له پاکستانه د ایستل شویو زده کوونکو د نوم لیکنې د بهیر د پیلیدو خبر ورکړ.
-
تیره اونۍ د کابل په بازار کښې د سرو زرو بیه زیاته شوې او د پټرولو ټیټه شوې ده
Jan 06, 2024 13:14د کابل بازار تیره اونۍ د سون توکو د قیمتونو له کمي او د اوړو په شمول د بنیادي شیانو او همداشان د سرو زرو د بیې له زیاتوالي سره مخامخ شوی دی.
-
په خیمو کښې د هرات د زلزله ځپلو سخت ژوند
Jan 06, 2024 13:11د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په هرات کې له زلزلې څو میاشتې وروسته په دې سیمه کې ډېر خلک تر خیمو او یا لنډمهاله سرپناه لاندې ژوند کوي او له روغتیايي ستونزو سره مخ دي.
-
سویټزرلینډ کښې د افغانستان پيسو صندوق ډیره ګټه کوي
Jan 06, 2024 13:09د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې په سویټزلینډ کښې د افغانستان د وجهي صندوق د مدیره هیئت غړي شاه محمد محرابي ویلي چې دغه صندوق تر اوسه ۱۵۵ میلیونه ډالره ګټه کړې ده.
-
په وردګو ولایت کې د پلاستيکي توکو د تولید خونه جوړه شوي ده نور تفصیل دلته لرو
Jan 06, 2024 12:24زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په وردګو ولایت کې د (٩) میلیونه افغانیو په لګښت د پلاستیکي توکو یو کار خونه جوړه شوه.
-
د افغانستان مالیې وزارت د نړوال بانک (۱.۴) میلیاده پور ورکوي نور حال دلته لرو
Jan 06, 2024 12:21زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د مالیې وزارت چارواکو خبر ورکړی چې د نړیوال بانک او د اسیا پراختیا بانکونو هغه پیسې بیرته ورکوي چې یاد وزارت یې قرضداره دی.
-
افغانستان کې د يوشمیربنسټيزو پراختیا پروژو کارونه پیل شوي تفصیل دلته لرو
Jan 06, 2024 11:12د افغانستان حکومتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې په هغو پراختیا یې پروژو به بیا کار پیل کړي چې کارونه يې نيمګړي پاته دي .
-
طالبانو د ایران د کورنیو چارو د وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی نور راپور واورئ
Jan 06, 2024 10:24زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو سرپرست حکومت د ایران د کورنیو چارو د وزیر څرګندونو ته چې له افغانستان او پاکستان سره د ایران د پولو د تړلو پلان د عملي کولو په تړاو یې کړي، غبرګون ښودلی دی.
-
افغانستان کې د ۹ میلیونه افغانیو په پانګې د پلاستیکي کڅوړو د تولید فابریکه فعاله شوې
Jan 06, 2024 10:07د افغانستان په میدان وردګو ولایت کې د خصوصي سکتور له لورې د نهه میلیونه افغانیو په پانګونې سره د پلاستیکي کڅوړو د تولید یوه فابریکه فعاله شوې چې په کې ۲ سوه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
-
نورستانیان دغه ولایت ته د غزیدلي سرک د زر جوړیدو غوښتنه کوي نور حال دلته لرو
Jan 06, 2024 06:38زمونږخبریال راپور راکړی د نورستان خلک وايي د سرک په جوړیدو سره به نه یوازې د دوې د تګ راتګ ستونزې هوارې شي، بلکې دې ولایت ته به د سیلانیانو راتګ هم اسانه شي.