له پاکستانه د ایستل شویو افغان زده کوونکو نوم لیکنه پيل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i144370-له_پاکستانه_د_ایستل_شویو_افغان_زده_کوونکو_نوم_لیکنه_پيل_شوه
د ننګرهار ولایت د ښوونې او روزنې د ریاست مسئولانو په حکومتي ښوونځیو کښې له پاکستانه د ایستل شویو زده کوونکو د نوم لیکنې د بهیر د پیلیدو خبر ورکړ.
(last modified 2024-01-06T08:47:04+00:00 )
Jan 06, 2024 13:15 Asia/Kabul
  • له پاکستانه د ایستل شویو افغان زده کوونکو نوم لیکنه پيل شوه

د ننګرهار ولایت د ښوونې او روزنې د ریاست مسئولانو په حکومتي ښوونځیو کښې له پاکستانه د ایستل شویو زده کوونکو د نوم لیکنې د بهیر د پیلیدو خبر ورکړ.

د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکو اعلان وکړ چې د دغه ولایت په عامه ښوونځیو کې له پاکستان څخه د ایستل شویو زده کوونکو د جذب بهیر پیل شوی دی.

د چارواکو په وینا، د پاکستان څخه ایستل شوي زده کونکي په دولتي ښوونځیو کې چذب شوي او د نوم لیکنې پروسه روانه ده.

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند فرهاد احمد ستانکزي وویل: هغه زده کوونکي چې په پاکستان کې یې کورسونه نیمګړي پاتې دي، اوس دلته رجسټر شوي او له ازموینو وروسته به بیلابیلو ټولګیو ته وروپیژندل شي.

له بلې خوا د دې پروسې له پیل سره له شپږم ټولګي لاندې یو شمېر نجونې هم دولتي ښوونځیو ته جذب شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ لا هم روانه ده او هره ورځ د تورخم له لارې لسګونه کورنۍ افغانستان ته ستنیږي.