ملا برادر او بردي محمدوف د ټاپي پروژې پر پرمختګ خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i176462-ملا_برادر_او_بردي_محمدوف_د_ټاپي_پروژې_پر_پرمختګ_خبرې_وکړې
د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ترکمنستان له ملي مشر قربان‌قلي بردي محمدوف سره په هرات کې د ټاپي پروژې د پرمختګ او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
(last modified 2026-08-11T10:20:40+00:00 )
Aug 11, 2026 14:46 Asia/Kabul
  • ملا برادر او بردي محمدوف د ټاپي پروژې پر پرمختګ خبرې وکړې

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ترکمنستان له ملي مشر قربان‌قلي بردي محمدوف سره په هرات کې د ټاپي پروژې د پرمختګ او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو په ترکمنستان کې سفارت وايي، دواړو لورو د ټاپي پروژې د پاتې چارو د بشپړېدو، په هرات کې د ګازو د وېش شبکې جوړولو، د ګازو د بیې او د اوږدمهاله قرارداد په اړه بحث کړی دی.

برادر له ترکمنستانه د اق‌کریم بندر د بیا پرانیستلو، په ترکمن‌باشي بندر کې افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو، د لاجوردو لارې د بیا فعالولو او د هرات ـ تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ د پراختیا غوښتنه کړې ده.

بردي محمدوف ویلي، ترکمنستان چمتو دی د ټاپي پروژې د عملي چارو، د ګازو د وېش شبکې جوړولو او د افغانستان د سوداګریزو او ترانزیټي توکو د اسانتیاوو په برخه کې همکاري وکړي.

د دواړو لورو ترمنځ د ټاپي، ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلۍ پروژو د څار او عملي کولو لپاره د یوې ګډې تخنیکي کمېټې پر جوړولو هم هوکړه شوې ده.