-
د طالبانو وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره د روغتیايي پروګرامونو پر پیاوړتیا غږېدلی
Jun 05, 2026 16:09د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره په لیدنه کې د پولیو لابراتوار پر فعالیت، د روغتیا په برخه کې د نویو کړنو پر څرنګوالي او د ځینو روغتیایي پروګرامونو ښه پلي کېدو په موخه پر همغږۍ خبرې کړې دي.
-
یوناما: د افغانستان تر نیمایي ډېر نفوس له وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخ دی
Jun 05, 2026 14:39په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د چاپېریال ساتنې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د افغانستان تر نیمایي ډېر وګړي د وچکالۍ او د اوبو سخت کمښت له ویجاړوونکو پایلو سره مخ دي. یوناما ویلي چې وچکالي او د اوبو کمښت لاهم په افغانستان کې تر ټولو پراخ ګواښونه دي.
-
د افغانستان له لارې د رېللارې پروژه لا هم تر بحث لاندې ده
Jun 05, 2026 05:18د روسیې د صدراعظم مرستیال الکسي اورچوک ویلي، سره له دې چې سیمه له امنیتي او سیاسي ننګونو سره مخامخ ده د افغانستان له لارې د رېللارې جوړولو پروژه، ، لا هم په جدي ډول تر بحث لاندې ده.
-
طالبانو په هرات کې د دوو وسلهوالو غلو د وژل کېدو خبر ورکړ
Jun 04, 2026 16:04زمونږ خبریال راپور راکړی په هرات کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ اعلان کړی چې د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کې له دغې ډلې سره په نښته کې دوه وسلهوال غله وژل شوي دي.
-
طالبانو له ایټالیا غوښتي چې د افغان کډوالو د وژنې عاملان محاکمه کړي
Jun 04, 2026 05:34د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ایټالیايي چارواکو غوښتي چې هغه کسان ونیسي او عدالت ته وسپاري چې د ایټالیا په جنوبي سیمه کالابریا کې یې درې افغانان وژلي دي.
-
افغانستان د خپلې برېښنا ۸۰ سلنه له بهر څخه واردوي
Jun 03, 2026 15:02د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام اعلان کړی چې افغانستان د خپلې برېښنا ۸۰ سلنه اړتیا له بهر څخه ترلاسه کوي.
-
د حامد کرزي له نظره د پاکستان د ستونزې جرړه
Jun 03, 2026 14:10د افغانستان پخواني ولسمشر ویلي چې د پاکستان اوسنۍ ستونزې، له «تندلاریتوبه» په ملاتړ کښې د دغه هیواد د څو لسیزو د سیاستونو نتیجه ده.
-
روبیو: اوس هیڅ افغان کډوال امریکا ته د تلو اجازه نه لري
Jun 03, 2026 12:57د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارک روبیو، ویلي چې د اوسنیو مقرراتو له مخې هیڅ افغان کډوال امریکا ته د داخلېدو اجازه نه لري.
-
د پاکستان اوسنی وضعیت او امنیتي ستونزې ددغه هېواد د پالیسیو نتیجه ده.
Jun 03, 2026 05:00د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اروپائي ټولنې د بهرني سیاست د مسؤلې کایا کالاس د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د پاکستان اوسنی وضعیت او امنیتي ستونزې د هغه هېواد د هغو پالیسیو نتیجه ده چې د ده په خبره د افراطیت ملاتړ ئې کړی او د افغانستان پر ضد ئې ترې کار اخیستی دی.
-
د روسیې د سوداګریز مرکز رییس: د روسیې او افغانستان ترمنځ دې ویزه لغوه شي
Jun 02, 2026 15:08افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز رییس وړاندیز کړی چې د روسیې او افغانستان ترمنځ دې ویزه په بشپړه توګه لغوه شي.