د حامد کرزي له نظره د پاکستان د ستونزې جرړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i173732-د_حامد_کرزي_له_نظره_د_پاکستان_د_ستونزې_جرړه
د افغانستان پخواني ولسمشر ویلي چې د پاکستان اوسنۍ ستونزې، له «تندلاریتوبه» په ملاتړ کښې د دغه هیواد د څو لسیزو د سیاستونو نتیجه ده.
(last modified 2026-06-03T09:42:49+00:00 )
Jun 03, 2026 14:10 Asia/Kabul
  • د حامد کرزي له نظره د پاکستان د ستونزې جرړه

د افغانستان پخواني ولسمشر ویلي چې د پاکستان اوسنۍ ستونزې، له «تندلاریتوبه» په ملاتړ کښې د دغه هیواد د څو لسیزو د سیاستونو نتیجه ده.

د فارس خبري د خبر له مخې، د افغانستان پخواني ولسمشر نن ویلي چې پاکستان کښې روانې ناامنۍ، د افغانستان په وړاندې د دغه هیواد د تیرو څلورو لسیزو د سیاستونو نتیجه ده.

کرزي له دې مخکښې هم پاکستان په کراتو د حقاني شبکې او طالبانو په شمول له تندلارو ډلو په ملاتړ تورن کړی دی.

د کابل او اسلام آباد اړیکې تل له ډیرو لوړو ژورو سره مخامخ وي او په تیر یو کال کښې د پوځي شخړې لامل شوې دي.

کرزی وايي چې افغانستان د هغې ترهګرۍ قرباني دی چې د پاکستان د سیاستونو له امله رامینځته شوې ده.