-
حامد کرزی: افغان مېرمنې دې په عزت او درناوي په خپل هېواد کې ژوند وکړي
Jun 10, 2026 06:31د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په هرات ولایت کې وروستیو پېښو ته په غبرګون کې ویلي چې ټول افغانان په ځانګړې توګه د ښځو عزت او احترام دې په ځای وي او په خپل هېواد کې دې د باوقاره ژوند شرایط ورته برابر شي.
-
کرزي د افغان نجونو لپاره د تعلیمي بورسونو هرکلی وکړ
Jun 07, 2026 05:51د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوه قطري بنسټ (زده کړې له هر څه وړاندې) له لوري افغان نجونو ته د لوړو زدهکړو د بورسونو د برابرولو ستاینه کړې ده.
-
د حامد کرزي له نظره د پاکستان د ستونزې جرړه
Jun 03, 2026 14:10د افغانستان پخواني ولسمشر ویلي چې د پاکستان اوسنۍ ستونزې، له «تندلاریتوبه» په ملاتړ کښې د دغه هیواد د څو لسیزو د سیاستونو نتیجه ده.
-
د پاکستان اوسنی وضعیت او امنیتي ستونزې ددغه هېواد د پالیسیو نتیجه ده.
Jun 03, 2026 05:00د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اروپائي ټولنې د بهرني سیاست د مسؤلې کایا کالاس د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د پاکستان اوسنی وضعیت او امنیتي ستونزې د هغه هېواد د هغو پالیسیو نتیجه ده چې د ده په خبره د افراطیت ملاتړ ئې کړی او د افغانستان پر ضد ئې ترې کار اخیستی دی.
-
د افغانستان پخواني ولسمشر له سیلاب ځپلو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه
May 28, 2026 05:15حامد کرزي پرون د لوې اختر په مناسبت خپل پیغام کې له هغو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې چې په وروستیو میاشتو کې د سېلابونو او سختو بارانونو له امله زیانمنې شوې دي.
-
حامدکرزي په اختریز پیغام کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو د خلاصېدو غوښتنه وکړه
May 27, 2026 16:40د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل اختریز پیغام کې یو وار بیا د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانیستلو غوښتنه وکړه.
-
کرزي له ملګرو ملتونو غوښتي چې پر افغانستان د پاکستان بریدونه وڅېړي
Apr 28, 2026 12:46د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له ملګرو ملتونو غوښتي چې پر افغانانو، خاورې او ملي تاسیساتو د پاکستان پوځي بریدونه وڅېړي او مخه یې ونیسي.
-
کرزي په کابل باندې د پاکستان حمله وغندله
Mar 17, 2026 13:22د افغانستان پخواني ولسمشر د پاکستان لخوا په کابل باندې سخته بمباري غندلې ده.
-
حامدکرزی: پاکستان دې د ښه ګاونډیتوب لار غوره کړي
Feb 22, 2026 09:17د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ننګرهار او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې، دغه هیواد باید د ښه ګاونډیتوب لاره غوره کړي.
-
حامد کرزي یوځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي
Nov 21, 2025 02:48د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې له طالبانو غوښتي، چې د نجونو ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستو ته اجازه ورکړي.