کرزي د پاکستان هوايي بریدونه وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i174676-کرزي_د_پاکستان_هوايي_بریدونه_وغندل
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره خلاف ورزي وبلله.
(last modified 2026-06-29T10:33:40+00:00 )
Jun 29, 2026 14:59 Asia/Kabul
  • کرزي د پاکستان هوايي بریدونه وغندل

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره خلاف ورزي وبلله.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره خلاف ورزي وبلله.

د فارس خبري آژانس په لیکنه، حامد کرزي د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې هغه وغندل او له اسلام‌اباد څخه یې وغوښتل چې خپله تګلاره بدله کړي.

هغه ټینګار وکړ چې د پاکستان په ګټه ده چې له جګړه‌ غوښتونکو سیاستونو او د افراطیت پر وړاندې له دوه‌ګوني چلند څخه لاس واخلي او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متمدنو اړیکو پر بنسټ تعامل وکړي.

کرزي له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې د افغانستان د ملي حاکمیت د پرله‌پسې نقضونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.