د افغانستان پخواني ولسمشر له سیلاب ځپلو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i173456-د_افغانستان_پخواني_ولسمشر_له_سیلاب_ځپلو_کورنیو_سره_خواخوږي_څرګنده_کړه
حامد کرزي  پرون د لوې اختر په مناسبت  خپل پیغام کې له هغو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې چې په وروستیو میاشتو کې د سېلابونو او سختو بارانونو له امله زیانمنې شوې دي.
(last modified 2026-05-28T00:48:49+00:00 )
May 28, 2026 05:15 Asia/Kabul
  • د افغانستان پخواني ولسمشر له سیلاب ځپلو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه

حامد کرزي  پرون د لوې اختر په مناسبت  خپل پیغام کې له هغو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې چې په وروستیو میاشتو کې د سېلابونو او سختو بارانونو له امله زیانمنې شوې دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له بشري بنسټونو او خلکو غوښتي چې د سېلاب ځپلو او له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکو کډوالو مرستې ته دوام ورکړي.

هغه همداراز د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو او حملو قربانیانو ته درناوی وړاندې کړی او د هغوی له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د کرزي څرګندونې په داسې حال کې دي چې افغانستان له زیاتېدونکو بشري او اقتصادي فشارونو سره مخامخ دی؛ له هغو فشارونو سره چې د کډوالو پراخه بېرته راستنېدا، د اقلیمي بدلون له امله طبیعي پېښې، او پر ښځو او نجونو دوامدار محدودیتونه پکې شامل دي، او نړیوالې نیوکې یې راپارولي دي.

کرزي په خپل دغه پيغام کښې همداشان نجونو او میرمنو ته د ښوونځیو او پوهنتونونو د خلاصولو غوښتنه هم کړې ده.

کرزی وایي، افغانستان ابادۍ او پرمختګ ته اړتیا لري؛ خو پرمختللي او هوسا ژوند ته د رسېدو لپاره باید «متحد او لوستی ملت واوسو».