کرزي په کابل باندې د پاکستان حمله وغندله
Mar 17, 2026 13:22 Asia/Kabul
د افغانستان پخواني ولسمشر د پاکستان لخوا په کابل باندې سخته بمباري غندلې ده.
پارس ټوډی د فارس خبري آژانس په حواله لیکلي چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له خوا پر کابل بیګانۍ سخته بمباري په کلکه وغندله.
کرزي په خپله ایکس پاڼه ولیکل چې دغه حملې په هستوګنو سیمو، غیرپوځي ځایونو او په پلازمینه کښې په درملیزو مرکزونو شوې دي او د ملکي وګړو د سر او مال د تاوان لامل شوې دي.
د افغانستان دغه پخواني ولسمشر همداشان پاکستاني پوځیانو ته خبرداری ورکړ چې د دا ډول بریدونو دوام به نه یوازې دوي خپلو اهدافو ته ونه رسوي بلکې د پاکستان په تاوان به د حالاتو د لاخرابیدو لامل هم شي.
ټیګونه