حامدکرزی: پاکستان دې د ښه ګاونډیتوب لار غوره کړي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ننګرهار او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې، دغه هیواد باید د ښه ګاونډیتوب لاره غوره کړي.
حامدکرزي تازه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، دغه ډول بریدونه د پاکستان د ناسمو پالیسو ښکارندويي کوي.
هغه ویلي چې، پاکستان باید د افغانستان په اړه پر خپلو پالیسو بیا کتنه وکړي او متمدنه لاره خوښه کړي.
په ورته مهال د بشري حقونو نړیوال سازمان هم پر افغانستان د پاکستان د پوځ هوايي بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې، دغه بریدونه په ښکاره ډول له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده او په اړه یې باید خپلواکه څېړنه وشي.
دغه سازمان نن یک شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، په دې بریدونو کي یوازې او یوازې ملکي کسان او حتی کوچنیان په نښه شوي دي.
یادې ادارې ټینګار کړی چې، په دې تړاو باید له پاکستان پوښتنه وشي.
د وروستیو معلوماتو له مخې د پاکستان په هوايي بریدونو کښې یوازې په ننګرهار کې ۱۷ ملکیان وژل شوي چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي او تر۱۰ پورې نور بیا ټپيان دي.