د پرمختللې ټکنالوجۍ ترلاسه کول د ایران د علمي وړتیا څرګندونه کوي
پارس ټوډې — د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان وویل: که مونږ د خپلو دښمنانو پر وړاندې په قدرتمند ډول ودریدل شوو، نو دا د ایران د بشري ځواک د ارزښتناکو وړتیاوو او علمي توان څرګندونه کوي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان په ایران کې د ۳ زره او ۸۵۱ ښوونیزو، روزنیزو او سپورټي پروژو د پرانیستې او هممهاله ګټې اخیستنې په دستورو کې د ایران علمي او دفاعي وړتیاوو ته په اشارې سره وویل: که مونږ اوس کولای شو د خپلو دښمنانو پر وړاندې په قدرت سره ودرېږو او پرمختللو ټکنالوجیو ته، په تیره بیا د توغندیو جوړولو ټکنالوجۍ ته، لاسرسی پیدا کړو، دا د ایران د بشري ځواک د ارزښتناکو وړتیاوو او علمي توان څرګندونه کوي.
هغه ووئیل؛سره له دې، مونږ تر اوسني وضعیت هم لا ډېر ښه عمل کولی شو، څو ایران داسې مقام ته ورسېږي چې هېڅ دښمن پرې د برید کولو جرائت ونه لري.
ډاکټرپزشکیان د اخلاقو، خلاقیت، وړتیا او د باکیفیته زدهکړو د لرلو پر بنسټ د یوه نسل د روزنې پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل؛مونږ باید داسې بچیان وروزو چې د ایران ستونزې حل کړ ئ شي او د یوه غوره راتلونکي په جوړولو کې اغېزشیندونکی رول ولوبوي. زمونږ تر ټولو ستره، ارزښتناکه او تلپاتې پانګه همدا اولادونه دي. که پر دې حقیقت باور ولرو، نو د هغوی د ودې، غوړېدا او پیاوړتیا لپاره به له هېڅ ډول هڅې ډډه ونه کړو.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د دغه هېواد د راتلونکي په جوړولو کې د زدهکړو پر رول په ټینګار سره څرګنده کړه: مونږ باید خپل اولادونه داسې وروزو چې د پرمختګ لوړو څوکو ته ورسېږي او د خپلې ټولنې راتلونکی د تحرک، خلاقیت، هیلو او له ژوند سره د مینې پر بنسټ جوړ کړي. دا موخه یوازې هغه مهال ترلاسه کېدلی شي چې مناسب ښوونیز چاپېریال برابر کړو او د ځوان نسل استعدادونه او وړتیاوې وروزو او پیاوړې یې کړو.»