-
په افغانستان کې د ۳۳ روغتونونو فعالیتونه د بودیجې د نشتوالي له امله د بندېدو په حال کې دي
Aug 26, 2023 14:14د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د ۳۳ روغتونونو فعالیتونه د بودیجې د نشتوالي له امله د بندېدو په حال کې دي.
-
د ننګرهار په تورخم کې د نشه یي توکیو، قیمتي ډبرو او ځیرک ټلفونونو د قاچاق مخه ونیول شوه
Aug 26, 2023 14:09چارواکي وايي چې د دغو توکو د قاچاق په تور یې یو شمېر کسان هم نیولي دي. نور حال زموږ د همکار په محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
-
په افغانستان کې د داعش په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه
Aug 26, 2023 10:33د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د داعش د ډېرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
-
طالبانو سلګونو انجلۍ دوبۍ ته د زده کړو لپاره نه دي پریښودلي نور حال دلته لرو
Aug 26, 2023 06:32زمونږ خبریال راپور راکړی یوه عرب سوداګر چې دوبۍ کې یې لسګونو افغان نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده، منلې چې د طالبانو د بندیز سربېره هم درې نجونې دوبۍ ته رسېدلي دي.
-
د ملي ګټو ساتنه او د اقتصاد پیاوړتیا د طالبانو د حکومت لومړیتوب دی
Aug 26, 2023 03:09د طالبانو د کابینې سیاسي مرستیال د هېواد د یو شمېر ولایتونو له مشرانو سره په کتنه کې ویلي چې د ملي ګټو ساتنه او د اقتصاد پیاوړتیا زموږ لومړیتوب دی.
-
په یوه میاشت کې د سل زره پاسپورټونو ویش
Aug 25, 2023 12:56په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، هره میاشت سل زره افغانانو ته د پاسپورټونو ویش ترسره کوي.
-
د کابل په تره خېلو کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید تړون لاسلیک شو.
Aug 25, 2023 12:47د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، د کابل په تره خېلو سیمه کې یې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید د پروژې قرارداد لاسلیک کړ.
-
د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې ماشومانو ته واکسین تطبیق
Aug 25, 2023 12:40د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین تطبیق شوی او ټاکل شوې ژر په پاتې ۶ ولایتونو کې هم پیل شي.
-
ننګرهار کې د هوسا ولس او مسئول نظام تر نامه لاندې ستره ولسي غونډه ترسره شوه
Aug 25, 2023 04:02چارواکي وایي چې دا لومړی ځل دی چې حکومت او ولس یو بل ته مخامخ کښیني او خپلې ستونزې او حل لارې شریکوي. نور حال زمو د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
-
افغانستان د آسیا والیبال سیالیو کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه
Aug 25, 2023 02:00د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د آسیا فوټبال سیالیو په ترڅ کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه.